Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني؛ ولسي جرګه له جګړې وروسته هم د جدي پام غوښتنه کوي

د غزني په خوندي ولسوالیو جاغوري او مالستان کې جګړه نږدې دوه اوونۍ پوره کوي، چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د پرمختګ خبر ورکړ. 

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي وايي حکومت باید له جګړې وروسته هم په یادو سیمو کې جدي پام وکړي. 

د ولسي جرګي غړی علی اخلاقي وايي: «حکومت حداقل باید په یو څو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو یو کنډک ځای پر ځای کړي.»

په جرګه کې د غزني د خلکو استازی عارف رحماني بیا د ملکي تلفاتو یادونه کوي او وايي په یادو ولسوالیو کې د جګړې په اوږدو کې خلکو ته دروند زیان اوښتی دی. 

هغه وویل: «زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې، ځینې کورنۍ قتل عام شوې دي، یعنې سړی پکې نه دی پاتې.»

د ولسي جرګې دویم مرستیال امیر خان یار وویل: «غوښتنې دا دي چې په دې ځای کې باید په راتلونکې کې کومه فاجعه پېښه نه شي.»

طالبان د دې ولسوالیو په جګړو کې د ملکي وګړو زیانمنېدل ردوي. 

په ورته وخت کې د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د «سیمه‌ییزې اردو» په نوم به یادو ولسوالیو کې دوه ټولي ځای پر ځای کړي. 

د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید زیاته کړه: «دې ولسوالیو کې دوه سیمه‌ییزې ټولۍ ځای پر ځای کېږي، چې د ۲۰۳ تندر قول اردو تر چتر لاندې به کار وکړي.»

د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې یادو ولسوالیو کې يې ټولې ستونزې څېړلې دي، د یاد وزارت ویاند نجیب دانش وویل: «ټولې ستونزې چې په دې دوو ولسوالیو کې وې، څېړل شوې دي، د خلکو ملاتړ، د دولتي ځواکونه پیاوړتیا او استحکامات.»

د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، چې له مالستان ولسوالۍ نه يې طالبان شاته کړي دي او د درنې مرګ‌ژوبلې ور اړولو دعوه يې وکړه. 

طالبانو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د جاغوري په مربوطاتو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې څو ورځې وروسته يې مالستان ولسوالۍ هم تر بریدونو لاندې ونیوه او د ځايي اوسېدونکو په قول د ولسوالۍ تر زاړه بازاره را ورسېدل.
 
شریک یي کړئ