Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې د افغان ځواکونو او طالبان وسله‎والو ترمنځ نښتې

د غزني ولایت په څو ولسوالۍو کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ د دې ولایت په څو ولسوالیو کې نښتې روانې دي.

د غزني ولایت سیمه‎ييز چارواکي نن( شنبې د غويي۳۰مه) وايي چې تېره شپه په ده‎یک او واغظ ولسوالیو کې هغه مهال نښتې پیل شوې دي چې لسګونو طالب‎وسله‎والو پر دې ولسوالیو بریدونه کړي.

ویل کېږي چې د نښتو له پیل راهیسې څو د پولیسو پوستې او کلي د طالبانو لاسته‎لوېدلې دي.

طالبانو هم د واعظ ولسوالي له نسکورېدو خبر ورکړی، خو چارواکي دا خبر نه رد او نه یې هم تائیدوي.

په دې نښتو کې له مرګ ژوبلې هم تر اوسه راپور نشته.

په غزني ولایت کې له تېرې شپې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښتې پیل شوې او د یو شمېر پوستو له نسکورېدو خبر ورکړی شوی دی

شریک یي کړئ