د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي، نن چهارشنبې له غرمې وروسته په یوې ټلېفوني اړیکه کې له ولسمشر غني سره د هند د حکومت او خلکو په استازیتوب، له افغان حکومت او خلکو سره په کابل کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو له امله خواخوږي وکړه.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې وايي چې په دغو ټلېفوني خبرو اترو کې د هند لومړي وزیر وویل:«زموږ او تاسې په ګاونډ کې د ترهګرو پټنځایونه او مرکزونه شته چې د دا ډول بریدونو لپاره تمویل او تجهیز کېږي.»
ښاغلي مودي وویل چې هېواد یې د وروستیو بریدونو د ټپیانو د درمنلې لپاره هر ډول همکارۍ او مرستې ته چمتو دی او هند د تل په څېر د ښه ملګري په توګه، د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ به وي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو خبرو اترو کې ښاغلي غني د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د هند د خلکو او حکومت له همدردۍ څخه مننه وکړه او هند یې د افغانستان د خلکو یو ریښتنی او واقعي ملګری وباله.
هغه زیاته کړه:«ریښتینی ملګری داسې وي چې په ستونزمنو شېبو کې، خپله خواخوږي او تسلیت څرګند کړي او د تاسو په څېر هر ډول همکارۍ ته چمتو وي.»
ښاغلي غني د افغانستان او سیمې په اړه د هند د لومړي وزیر لیدلوری وستایه او وې ویل چې د دې وخت رارسېدلی ترڅو د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو د منزوي کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.
ولسمشر غني په کابل کې د سلواغې د ۷ مې ناورین په ممبي او په نیویارک کې د سپټمبر له ۱۱ مې سره مشابه وباله.