ټاکل شوې ده چې د کابل پروسې ناسته د ۲۵ هېوادونو او درېیو نړیوالو بنسټونو په ګډون چهارشنبې( د کب پر ۹مه) په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه سلامشورو په موخه جوړه شي.
ولسمشر غني وايي طالبانو او پاکستان ته به د سولې د دوام او جګړې یوه هراړخیزه طرحه وړاندې کړي.«د کابل په ناسته کې زه پاکستان او طالبانو ته د سولې یو جامع وړاندیزو لرم.»
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت وایي د دې ناستې لپاره چمتوالی نیول شوی او تراوسه ډېری هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په کچه خپل چمتوالی ښودلی دی.
د یاد وزارت ویاند، شکیب مستغنی څرګندوي:«ټاکل شوې چې پر دوو موضوع خبرې وشې، یوه یې سولې ته رسېدل او بله یې له ترهګرۍ سره د مبارزې څرنګوالی.»
له بلې په افغانستان کې د هالند سفیر له طلوع نیوز سره په مرکه کې په کابل کې ددې ناستې جوړیدو ته هیله مندي څرګندوي خو وايي دا غونډه به افغانستان په یو ځل سولې ته ونه رسوي.
د هالند سفیر، جفری ون لیووان څرګندوي:«وږ تمه لرو چې داوس په څیر زموږ د ټولو دریځ روښانه وي چې موږ په افغانستان کې یو څه غواړو او هغه سوله ده، کله چې له افغانانو سره هم خبرې کوو هغه څه چې غواړو سوله ده.»
خو په دې لړ کې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه د نظرونو په یو شان کولو کې د ګډون کونکو په تیره بیا د سیمې د هیوادونو رول مهم بلل کیږي.
ددې بهیر لومړۍ غونډه د روان کال د تلې په شپاړسمه نیټه د ۲۸ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د سولې او امنیتي همکاریو په نوم په کابل کې جوړه شوې وه.