Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني د شانګ‎های غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ

افغان ولسمشر اشرف غني د چهارشنبې په غرمه(د غبرګولي په ۱۷ مه)د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګ‎های سازمان د سرمشریزې په اولسمه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي:« چې غني د شانګ‎های د همکاریو سازمان د سرمشریزې په اولسمه غونډه کې وینا هم کوي.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«چې ولسمشر د دغې غونډې په څنډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له یو شمېر مشرانو او چارواکو سره به هم لیده کاته وکړي.»

له دې وروسته، هغه په ایران کې ترهګریز برید وغنده او زیاته یې کړه چې ترهګرو په یوې وروستۍ اوونۍ کې له کابل څخه تر ایران او لندنه مُلکي کسان په نه کړل او او خپله دښمني یې له تمدن او بشریت سره وښودله.

هغه په تهران کې د برید په غبرګون کې وویل چې افغانستان د ملګري او ګاونډي هېواد ایران د خلکو درد او رنځ احساس وي.

هغه د ترهګرۍ د پلیتې ښکارنې په وړانډې په ګډې مبارزې تینګار وکړي او زیاته یې کړه چې افغانستان د کلونو په اوږدو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په لومړۍ کرښه کې درېدلی، په دې لړ کې یې خپله مېړانه او صداقت ښودلی دی.

هغه ټینګار وکړ:«تمه لرم چې ټول هېوادونه په ځانګړې توګه ګاونډي هېوادونه، د ترهګرۍ ګواښ او خطر جدي وبولي او د دغو ډلو او د هغوی د پټن‎ځایونو په وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړي.»

د چهارشنبې په ورځ ایراني رسنیو رپوټ ورکړ چې د دغه هېواد په ولسي جرګې او د آیت الله خمیني په زیارت د برید په پایله کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۶ تنه نور پټيان شوي دي.

شریک یي کړئ