Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني د فلسطین ستونزې لپاره باید د حل لار ولټول شي

ولسمشر غني تېر ماښام(جمعه د غويي۲۸مه)ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو په ناسته کې وویل چې د فلسطین مسئلې ته د هوارۍ او د اسرائیلو او عربو ترمنځ د شخړې د تلپاتې حل د لټولو په موخه باید دوامداره او پرله پسې هڅې وشي.

ولسمشر غني په دې ناسته کې له  فلسطینیانو سرهد افغانستان خلکو لخوا ډاډګېرنه وکړه.

ولسمشر غني وویل:«تېره یوه اونۍ کې تر فلسطینیانو زیات شمېر افغانان له منځه تللي دي.  خو ما ځان مکلف وګڼلو چې په دغه فوق العاده ناسته کې د فلسطین له خلکو سره د خپلو وطنوالو د همدردۍ د څرګندولو لپاره ګډون وکړم.»

بیت‎المقدس ته د امریکا متحده ایالاتونو سفارت لېږد په غبرګون کې د فلسطینيانو اعتراضونو د اسرائیلو او غزې پولې پر لور پیل کړی چې اسرائيلي ځواکونو په مخامخ توګه په نښه شول چې په پایله کې یې کابو ۶۰ تنو ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۳۰۰۰نور ټپيان شول.

ولسمشر غني زیاته کړې چې فلسطیني ملکي وګړي د خپلو سیاسي او بشري حقونو درلودو لپاره وژل کېږي.

ولسمشرغني وویل:«د تاوتریخوالي اندازه او دوام د بي پروایې او نه پاملرنې لامل ګرځیدلی دی او دا چې نړۍ په کوم لورې روانه ده، په اوسنیو شرایطو یې سیوری غوړولی دی او په راتلونکې بي باوري زیاته شوې ده.»

هغه زیاته کړه، د سیاسي او بشري حقونو د ارزښتونو او عدالت او انصاف ترمنځ چې کومه تشه په ځانګړې ډول اسلامي نړۍ کې رامنځته شوې ده، دا د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د نړیوالو بنسټونو په توانمندۍ د بې اعتمادۍ لامل شوې ده.

نوموړي همداراز وړاندې ویلي دي:«د هغو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ چې په نیابتي جګړو کې د شمولیت او د خپلو نفوذي عواملو په وسیله د جنګ او شخړو لپاره د قلمرو جوړولو انګیزه لري، سیاسي ثبات ته د رسیدو په خاطر د یو چوکاټ او دولت په دولت د همکاریو د میکانیزم پر ایجاد ټینګار وکړ.»

ښاغلي غني همداراز څرګنده کړې چې د اسلامي همکاریو سازمان د ظرفیت د پياوړتیا په موخه باید د هوکړې له مخې د سیمه‌ییزو همکاریو له بریالیو بېلګو څخه کار واخیستل شي. هغه دغه سازمان د ټولنیزو ننګونو لپاره د بحث مناسب بستر او د غړو هېوادو ترمنځ د سولې یو میکانیزم وباله.

ده څرګنده کړه، اسلام باید د یو لوی تمدن او فرهنګ په توګه ځوان مسلمان نسل ته د یو عمومي تصویر په څېر وړاندې شي او دلته د اسلامي تمدن او نورو تمدنونو ترمنځ خبرو ته اړتیا ده.

ولسمشر  غني ویلي دي، کومه بي عدالتي چې د فلسطین په خلکو تحمیلېږي دا د هغه تاوتریخوالي او تبعیض تکرار دی چې د نولسمې او د شلمې پيړۍ په پيل کې په ختیځې او لویدیځې اروپا کې په یهودانو ترسره شوه

شریک یي کړئ