Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني د قزاقستان او ازبکستان لوی‎درستیزانو سره ولیدل

ولسمشر اشرف غني دوشنبې ماښام( د سلواغې۲۳مه) د قزاقستان لوی درستیز مراد مایکیوف او د ازبکستان لوی درستیز پاول ارګشیف سره لیدنه کړې ده.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د تروریزم پر ضد مبارزې، سیمه‎ییزه، امنیتي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه خبرې وکړې. 

ښاغلي غني ویلي:«ستاسو سفر به په نظامي برخه کې په ځانګړي ډول د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان د اردو ترمنځ د اړیکو او همکاریو نوی فصل پرانیزي او زه هیله من یم چې زموږ مناسبات په راتلونکي کې هم زیات پراخه شي.»

سره له دې د ازبکستان او قزاقستان درستیزانو هم څرګنده کړې چې افغانستان د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو په ګډو کوښښونو له ترهرګرۍ سره د مبارزې او د دایمي سولې او ثبات تامین شي.

ولسمشرغني د قزاقستان او ازبکستان تر منځ د همکاریو پر پراختیا او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي او د همکاریو یې ویلي دي

شریک یي کړئ