Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: د نوي تعلیمي کال پیل سره پوهنې ته پر پام ټينګار وکړ

ولسمشر غني نن(شنبې د کب۴مه) د زنګ په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال پیل کړ، نوموړي وویل سره له دې چې په هېواد کې د پوهنې برخې پراخیتا لپاره لارې چارې شوې دي، خو لا هم کابو ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري، همداراز کابو درې میلیونه او ۵۰۰ زره ماشومانو له زده کړې بې برخې دي.

ښاغلي څرګنده کړه چې په ولایتونو کې د ښوونځیو ودانیو نشتوالي په اړه شکایتونه زیات دي او په راتلونکو دوو کلونو کې به ۶۰۰ زره ښوونځي د کابو ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ورغول شي.

نوموړي همداراز څرګنده کړه چې سږ کال به سل په سلو کې درسي کتابونه چاپ شي او د پنځو کلونو په موخه هم بودجه یې په پام کې نیول کېږي.

ولسمشر د خپلو خبرو پرمهال وویل چې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د مدرسو او دارالعلومو کتابونه په سمه او ښه کیفیت د علماو تر څار لاندې چاپ شوي دي.

ده همداراز زیاته کړه چې سږ کال به کابو ۱۸ زره د ښوونکي په کار وګمارل شي او ترڅنګ یې زیاته کړه چې د ښوونکو د سرپناه په اړه به هم کارونه ترسره شي.

ښاغلي غني د ښوونځیو امنیت په اړه وویلې په دې برخه کې هېڅ ګواښ د منلو وړ نه دی:«ټولو امنیتي بنسټونو ته هدایت دی چې د ښوونځیو او ښوونکو امنیت وساتي، او څارندوی هم د امنیت خوندیتوب لامل شي ښوونځیو کې.»

ولسمشر غني همداراز د پوهنې وزارت په اړه د سیګر راپور ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې تېر کال په دې وزارت کې د فساد شتون شرمونکی وه، او زیاته یي کړه:«هغه راپور چې د پوهنې وزارت د فساد په اړه خپور شو، خجالت کوونکو وه، که د اوبو څخه څوک غلا وکړي نو حاصل به کم شي، او که د پوهنې څوک غلا وکړي دا به کفر وي.»

ولسمشر زیاته کړه چې د ښوونکو لپاره د منطقوي معاش طرحه به د بشري منابعو په شورا کې تر بحث لاندې ونیسو او داسې حل لار به ورته پیدا کړو، هغه سیمو چې لږ پرمختګ یې کړی دی هلته به تحصیل کړي کسان او با مهارته معلمان ولېږل شي.
 
ولسمشر غني وویل سره له دې چې وروستیو کلونو کې د زده‎کړې حالت ښه شوی، خو له ټیټ کیفیت یې اندېښنه څرګنده کړه

شریک یي کړئ