Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني د ټولو امنیتي بنسټونو له لوړپوړو چارواکو د استعفا غوښتنه کړې

د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکارۍ له مقامه د حنیف اتمر له استعفا سره جوخت، ځینې سرچنې طلوع نیوز ته وايي چې ولسمشر غني د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، کورنیو چارو له وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت له رییس معصوم ستانکزي او د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر څخه غوښتي چې له خپلو دندو استعفا وکړي.

دغه سرچینې وايي چې د ښاغلي اتمر استعفا هم د ولسمشر غني په غوښتنه شوې ده.

دغه سرچینه وايي چې د ولسمشر د دغې غوښتنې دلیل پر غزني ښار برید، او همدارنګه پر کابل ښار توغندويي بریدونه او د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې زیاتوالی بلل شوی. له دې ډلې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له خپلې دندې استعفا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې حنیف اتمر، نن ماښام له خپلې دندې د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکارۍ څخه استفعا وکړه.

شریک یي کړئ