Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني د پاکستان د لومړي وزیر ټلېفوني اړیکه ځواب نه کړه

له ولسمشرۍ‎ماڼۍ څخه یو سرچینې نن ګهیځ چهارشنبې (د سلواغې په ۱۱ مه) طلوع نیوز ته ویلي چې ولسمشر غني د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د د پاکستان د لومړي وزیر ټلېفوني اړیکه ځواب نه کړه او د دغو بریدونو په اړه یې یو پلاوی له سندونو او شواهدو سره پاکستان ته لېږلی دی.

سرچینه وايي چې د پاکستان لومړي وزیر د سې‎شنبې پر ماښام اړیکه نیولې وه او غوښتل یې چې د وروستیو بریدونو په اړه له ولسمشر غني سره غم شریکي وکړي.

پاکستان ته لېږل شوي پلاوي کې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک شامل دي، ترڅو د دغو بریدونو په اړه شواهد، له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي.

دغه پلاوي په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر عمر زاخېلوال سره هم لیدلي او خبرې اترې کړي دي.

دغه سرچینه زیاتوي چې ټاکل شوې ده دغه سندونه د پاکستان د ملي پوځ او استخباراتو له رییسانو سره شریک شي.

په وروستیو لسو ورځو کې، د کابل ښار د درې ترهګریزو او خونړیو بریدونو شاهد وه چې د هغه په پایله کې کابو ۱۵۰ تنه وژل شوي او په لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.

له دغو بریدونو وروسته ډونلډ ټرمپ: له طالبانو سره مذاکره نه کوو

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره په لیدنه کې وايي چې طالبان خلک ښی او کیڼ خوا ته وژني او امریکا دم‎ګړۍ حاضره نه د چې له دغې ډلې سره خبرې اترې وکړي.

هغه زیاته کړه چې د دغې شورا له غړو سره یې د طالبانو د ماتې په اړه خبرې اترې کړې دي.

هغه همدارنګه وايي چې له طالبانو سره به د خبرو اترو وخت به اوږدمهاله وي، خو اوس له دغې ډلې سره مذاکره شونې نه ده.

هغه طالبان یې د « بې ګناه افغان ماشومانو او ښځو» پر وژلو تورن کړل او د طالبانو پر ماتې له ټینګار سره وویل:«هغه څه چې نورو ترسره نه شوای کړل زه به یې پای ته ورسوم.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر کابل ښار خپل بریدونه زیات کړي دي؛ په یوې وروستۍ اوونۍ کې، د دغو بریدونو په پایله کې کابو ۱۵۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۲۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د افغان حکومت لیدلوری هم د ټرمپ له دریځ سره همغږي لري.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‎حسین مرتضوي وايي:«طالبان په څرګنده له سرې کرښې اوښتي او نن افغان حکومت خپله دنده بولي چې د ترهګرو په وړاندې له ټولو وسایلو او امکاناتو څخه کار واخلي.»

خو د سولې عالي شورا په دې باور ده چې جګړه د حل لاره نه ده او د دغه کړکېچ لپاره باید سیاسي حل لارې ولټول شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال سردار نادر نعیم په دې اړه وویل:«سوله د جګړې د شدت له لارې نه راځي او زه هیله لرم چې د افغان حکومت مشران خپله خپلواکي وساتي او د سولې دریڅه پرانیزي.»

په همدې حال کې طالبانو د ډانلډ ټرمپ د اعلامیې په غبرګون کې وايي چې ټرمپ په ثابته کړه چې د سولې د خبرو اترو واک افغانستان نه بلکې واشنګټن لري او اوس په افغانستان کې د ټولو وینو تویېدو مسوولیت د امریکې په غاړه دی.

شریک یي کړئ