Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: له وخته مخکې د مسکو ناستې په اړه قضاوت نه کوم

ولسمشر غني وايي چې د مسکو ناستې د پایلو په اړه مخکې له وخته قضاوت نه کوي او د پایلو په تمه به پاتې شي.

ولسمشر غني له طلوع نیوز سره په خبرو کې وايي د مسکو ناستې د ګډون کوونکو دریځ به وګوري او وروسته له هغې به د دې ناستې د پایلو په اړه قضاوت وکړي.

په همدې حال کې طالبانو سره د حکومت په مرکچي پلاوي کې د بدلون احتمال د سولې خبرو په رابطه طالبانو ته د نېږدې کسانو هیله مندي زیاته کړې ده.

ښاغلي غني وویل:«هغه کسان چې مسکو ته تللي دي، یو وار وګورو چې په مسکو کې څه وايي، وروسته له هغې به خپل دریځ روښانه کړو، زه مخکې قضاوت نه کوم.»

په همدې حال کې ښاغلی غني د اړتیا په صورت کې د حکومت مرکچي پلاوي کې د بدلون خبره هم کوي.«که اړتیا وي هېڅ ستونزه نشته، لومړۍ باید داسې پړاو ته ورسيږو چې ښکاره شي خبرې پر کومې موضوع کېږي، هغه څه چې پرې خبرې کوو، څرګند دي او که نه؟»

بل لور ته طالبانو ته یو شمېر نېږدې سرچینې هم د یادې دلې د مرکچي پلاوي په تشکیل کې د ژور بدلون خبره کوي.

د طالبانو پخوانی قومندان، سید اکبر آغا وویل:«باید بې پرې کسان دې پلاوي کې ووسي، که یوازې حکومتي کسان ووسي، فکر نه کوم چې مقابل لوري ته د منلو وړ وي.»

بل لورته د مسکو غونډه د هېوادوالو ترمنځ هم د بېلابېل غبرګون ښودلو سرچینه ګرځېدلې.

د هرات اوسېدونکی، احمدفهیم فرجام وايي:«د مسکو په ناسته کې مرکچیان باید ملي ګټې په پام کې ونیسي.»

د هرات اوسېدونکي، عارفه صبوري زیاتوي:«هرڅ په خپله خوښه دریځ څرګندوي، فکر نه کوم چې پایله به ولري.»

کابل کې پلورونکی، فریدون فروتن څرګندوي:«د مسکو ناسته سره له دې چې مثبته اغېزه نه کوي، بلکې منفي هم ده. ځکه چې شخصي ګټې په کې په پام کې نیول شوې دي.»

ولسمشر وايي د مرکچي پلاوي واکونه ښاره دي او پر ټولو مسایلو واک نلري. دی زیاتوي له طالبانو سره د حکومت مرکچي پلاوی به د اړتیاوو له مخې په بیلابیلو پړاونو کې بدلون وکړي.

په داسې حال کې چې د مسکو ناستې دوهمه ورځ دوام لري، ولسمشر غني وايي چې د یادې ناستې د پایلو په اړه مخکې قضاوت نه کوي

شریک یي کړئ