د غور ولایتي شورا یو غړی ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د جمعې شپې په برید کې، لږ تر لږه ۱۵ تنه ولسي پاڅون کوونکي ځواکونه او څو مُلکیان وژل شوي دي.
د غور ولایتي شورا غړی حمیدالله متحد زیاتوي چې طالبانو د جمعې پر شپه د دغه ولایت د دولت یار ولسوالۍ په پوشته نور کلي کې پر څو امنیتي پوستو برید کړی و.
د هغه پو وینا، د قوم یو مشر بهادر فروتن او دوه تنه نور ټپيان شوي وي دي.
په همدې حال کې د غور والي ویاند عبدالحق خطیبي هم دا پېښه تایید کړې او زیاتوي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.
په دې وروستیو کې غور کې جګړې زور اخیستی. د سلمان د ساتنې قومندان فواد انداربي چې له طالبانو سره د جګړې لپاره دولت یار ولسوالۍ ته تللی و، تېره اوونۍ ووژل شو.