د فاریاب د ولایتي شورا یو غړی صبغتالله سېلاب وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي دي.
هغه زیاتوي چې دغه هوايي بریدونه، د شنبې پر شپه پر یوه کور چې په هغه کې دوه کورنیو ژوند کاوه، ترسره شوي، چې د هغه په پایله کې د دوه کورنیو ۱۲ غړي وژل شوي؛ اته ماشومان هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي.
ښاغلي سېلاب وویل چې دا کور د ګرزیوان ولسوالۍ مرکز ته په دوه سوه مټرۍ کې پروت دی.
له ډېرې هڅې سره ونه توانېدو چې په دې تړاو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارواکو لیدلوری ترلاسه کړو، خو دغه قول اردو د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷ طالب جنګیالي وژل شوي او ۵ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې طالبانو ته دا مرګ ژوبله له امنیتي ځواکونو سره د نښتې او هوايي بریدونو په پایله کې اوښتې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو پر پټڼځايو د هوايي بریدونو په پایله کې، د طالبانو دوه مهمې مورچلې لهمنځه تللې دي.
په دې اړه مو اندونه