Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فایق: د میمنې ښار د طالبانو په کلابندۍ کې دی

د فاریاب ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي جې طالبان د دغه ولایت مرکز میمنې ښار ته ځای پر ځای شوي او دا ښار له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دی.

د فاریاب والي وايي چې له یو کال راهیسې د میمنې په هوايي ډګر کې مسافر وړونکو الوتکو د امنیتي ګواښونو له امله ناسته نه ده کړې خلک اړ دي چې له پوځي الوتکو سره سفر وکړي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق په دې اړه وویل:«هغه پلاوی چې دلته راځي هڅه کوي چې لاره پرانیزي او په یوه ویډیويي کنفرانس کې ولسمشر ته رپوټ ورکړي چې لاره پرانیستل شوه، خو له هغې وروسته کله چې د هغوی چورلکې الوت وکړي سبا ته لاره بېرته تړل کېږي.»

د فاریاب اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ناامنیو د پراختیا په اړه اندېښمن دي او وايي که وضعیت بدل نه‎شي فاریاب به د غزني له برخلیک سره مخامخ شي.

د میمنې اوسېدونکی نقیب په دې اړه وايي:«زموږ ډېری خلک په اندېښنه دي چې په همدې لنډه موده کې ښايي فاریاب د غزني په څېر سقوط وکړي.»

د میمنې بل اوسېدونکی شفیق هم زیاته کړه:« څه باندې یو کال کېږي چې د میمنې – مزار لویه لاره تړلې ده.»

د فاریاب د سیمه‎يیزو چارواکو د مالوماتو له مخې په تېرو دوو اوونیو کې افغان ځواکونو د قیصار المار او میمنې جوزجان پر لاره خپلې څو پوستې پرې ایښې دي.

په دې لړ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان په دغه ولایت کې د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د هڅو خبره کوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان جنرال امان‌الله مبین په ډاګه کړه:«د لویې لارې په اوږدو کې له دوو خواوو په اساسي بڼه قراردادي بېزونه ته ورکړل شوي او د هغه یو اندازه پولیسو، ملي امنیت او ملي پوځ په خپلو تحکیماتو کې کار اخلي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې درې ورځې مخکې د ملي اردو ځواکونو یو کاروان چې له غورماچ ولسوالۍ څخه د قیصار په لور روان و پر لاره د طالبانو له کمین سره مخامخ شو چې د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې په دې پيښه کې د ملي اردو یو شمېر پوځیان مړه او ټپيان شول.

په میمنې ښار کې خلک وايي په وروستیو میاشتو کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي او دا ډله د نوموړي ولایت پر نورو برخو د بریدونو لپاره هڅې کوي.

شریک یي کړئ