Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراه؛ بالابلوک، پشت‌کو او پشت‌رود کې خونړۍ نښتې

د فراه چارواکي وايي، له څو ورځو راهیسې په پشت‌رود، پشت‌کوه او بالابلوک کې طالبان له امینتي ځواکونو سره په سختو جګړو بوخت دي. 

د فراه د ولایتي شورا مرستیال خیر محمد نورزی وايي، په دې جګړو کې د یوې ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۴۵ عسکرو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۶۰ نور د مرستې نه رسېدو له امله طالبانو ته تسلیم شوي دي. 

هغه زیاته کړه: «څوک د دوی کومک ته نه دي ورغلي، دې حکومت د دوی زخمي او جنازې ته احترام نه دی کړی، برايي هغوی هم راغلي طالبانو ته تسلیم شوي دي. زموږ ۴۵ سرتېري د قومندان په ګډون په شهادت رسېږي او د دوی ټول امکانات طالبانو ته په لاس ورغلي.»

د فراه امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب هم وايي، چې وسله‌والو مخالفینو له دریو اړخونو بریدونه کړي.

محب وايي: «تېره شپه يې په پشت‌ردو، پشت‌کوه او بالابلوک حملې وکړې، چې بالابلوک کې يې تر دېرشو ډېر کسان ووژل شول او امنیتي ځواکونو نه دوه تنه ټپيان شوي دي.،»

لومړنیو معلوماتو کې راغلي و، چې طالبانو د بالابلوک په  شیوان، ګراني او اب‌خرما سیمو کې درې امنیتي پوستې هم نیولې دي. 

په ورته وخت کې د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي وايي چې چهارسده ولسوالۍ هم له نږدې یوې میاشتې راهیسې محاصره ده.

هغه وویل: «ولسوالۍ کې شته ځواکونه، اوس هم د خوارکي توکو او امکاناتو له کمښت سره مخ دي.»

خو د فراه د امنیه قومندانۍ د امنیت امر، سید ضیاء حسیني وايي، چې هلته يې د چورلکو په وسیله مرسته رسولې ده. 

حسیني زیاته کړه: «د چورلکو په وسیله مهمات ور رسېدلي، اوس وضعیت ښه دی.»

نږدې شپږ میاشتې وړاندې هم طالبانو د فراه پر مرکز ډله‌‌ییز برید وکړ، چې ځينې سیمې يې ونیولې خو بېرته شاته ټېل وهل شول. 

شریک یي کړئ