Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په فراه کې د طالبانو د برید په پایله کې ۲۰ افغان سرتېري وژل شوي

د فراه ولایت د ولایتي شورا مرستیال، دادالله قانع (نن شنبې د کب۵مه) وايي چې کابو ۲۰ تنو افغان سرتېرو تېره شپه د طالبانو په یوه برید کې خپل ژوند وبایلود.

دی زیاتوي چې یادو سرتېرو هغه مهال ژوند له لاسه ورکړ چې طالب وسله‎والو د افغان سرتېرو پر پوستو برید وکړ.

د ښاغلي قانع په وینا، برید د شپې پر مهال کابو ۲ بجې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شاخ‎بالا کنسک سیمه کې شوې ده.

ده وړاندې وویل چې طالبانو دوه سرتېري له یو شمېر وسلو سره له ځانه سره بېولي دي.

د ولایتي شورا مرستیال څرګندوي چې مخکې له دې د فراه مرکز په سور شمالګاه سیمه کې د نښتې راپور ورکړل شو او افغان ځواکونه په کې بوخت وو چې طالبانو له دې موکه ګټه پورته کړې ده.

په همدې حال کې د فراه مرستیال والي، محمدیونس دا پېښه تاییدوي، خو جزییات یې نه دي ورکړي.

وسله‎وال طالبان دا پېښه تاییدوي.

د فراه ولایت سیمه ييز چارواکي وايي چې طالب وسله والو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او کابو ۲۰ تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ