Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراه کې د طالبانو د نشه‎يي توکو د پروسس ۵۰مرکزونه له‎منځه وړل شوي

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وايي چې د دغه ولایت په «بکواه» ولسوالۍ کې د طالبانو د نشه‎يي توکو د پروسس څه باندې ۵۰ مرکزونه له‎منځه وړل شوي دي.

ښاغلی محب زیاتوي چې په دغو بریدونو کې ۱۸ طالبانو هم وژل او ۲۵ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

خو د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي په دې اړه وايي چې په دغه بریدونو کې څه باندې ۵۰ ولسي وګړي د ماشومانو په ګډون او ښځو په ګډون وژل او ټپيان شوي دي - هغه ادعا چې د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند یې ردوي.

له دې سره هم‎مهاله د فراه ولایتي شورا یو غړی عبدالصمد صالحي وايي چې د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په «توبو چکاب»، د ملي پوخ ۲۰ سرتېري وژل شوي؛ خو حکومتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي.

شریک یي کړئ