Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دولت له ۴۰ ورځو وروسته د غورځېدلې چورلکې مړي ترلاسه کړل

په فراه ولایت کې د ملي پوځ د چورلکې له نسکورېدو ۴۰ ورځې وروسته، امنیتي ځواکونه په دې بریالي شول چې د دې پېښې د ۱۹ قربانیانو مړي له طالبانو ترلاسه او کورنیو ته یې وسپاري.
د هېواد په لوېديځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو، د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ويلي چې تېره شپه، د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې دغه مړي له طالبان واخیستل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو جسدونو د ترلاسه کولو په لړ کې، اته وسله‎وال طالبان وژل شويا و څلور تنه نور یې ټپيان شوي دي.
فراه ولایت کې د لړم میاشتې په نهمه د ملي پوځ یوه چورلکه وغورځېده چې له امله یې د فراه د ولایتي شورا رییس او یوه غړي او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال په ګډون ۲۷ تنه ووژل شول. د دغې پېښې ۱۹ تنه قربانیان پوځيان وو او طالبانو د هغوی مړي ولکه کړي.

فراه ولایت کې د لړم میاشتې په نهمه د ملي پوځ یوه چورلکه نسکوره شوه چې له امله یې د فراه د ولایتي شورا رییس او یوه غړي او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال په ګډون ۲۷ تنه ووژل شول.

شریک یي کړئ