د فراه ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافيکي پېښې په ترڅ کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري په دې اړه وايي چې دغه پېښه نن ګهیځ (جمعه د وږي په ۳۰ مه)د پنځو بجو په شاوخوا کې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه چې په دغې پېښه کې یو ۳۰۳ ډول موټر چې د هرات له خوا د کابل په لور روان وه، د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ د پوزک په سیمه کې له یوه ټېلر ډوله موټر سره یې ټکر وکړ.
د هغه په وینا، د دغې پېښې ټپيان د بکواه ولسوالۍ مرکزي روغتون ته استول شوي دي. ښاغلي مهري زیاته کړه چې د دغې پېښې د ځينو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د کابل- هرات په لویه لار ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي. چارواکي او خلک د هغه لامل د واټونو خرابوالی او د چلوونکو بې احتیاطي بولي.