د فراه د ولایت مقام د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي په دغه ولایت کې د واټ تهڅېرمه د یوې چاودنې له امله ۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ماین چاودنه د ګهیځ په ۴ بجو هغه مهال رامنځته شوه چې ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر چې د واټ تهڅېرمه پر ماین برابر شو.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې دغه موټر له هرات څخه د کابل په لور روان وه چې د بالابلوک ولسوالۍ په لخشک سیمه کې، د مخالفینو له خوا په ځای پر ځای شوي ماین برابر شو.
د خبرپاڼې پر حوالې، د وژل شویو په منځ کې ښځې هم شاملې دي او د ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان دي.
د دغه پېښې ټپيان د درمنلې لپاره نېږدې روغتونونو ته استول شوي دي.