فراه ولایت کې یوه ملا امام پر دریوو کورنیو د ډزو په پایله کې ۱۱تنه ووژل او پنځه ته یې ټپیان کړل.
د فراه ولایتي شورا مرستیال، شاهمحمود نعیمي وايي پېښه یکشنبې(د غبرګولي په ۱۹مه نېټه) له غرمې مخکې د خاک سفید ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوې ده.
د ښاغلي نعیمي په وینا، یاد ملا لومړۍ د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کوي، کله چې یې ګاونډیان د خلاصون په موخه د هغه کورته راځي، نو هغه د خپلو ګاونډیو کورنو ته ځي او د هغوی د کورنیو پر غړو هم ډزې کوي.
د فراه ولایتي شورا مرستیال وايي چې په وژل شویو کې ۷ ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.
ویل کيږي چې پېښه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې شوې او د پېښې لامل نه دی څرګند.
په همدې حال کې د فراه ولایت امنیه قومندانۍ هم پېښه تاییدوي، خو وايي چې د وژل شویو کسانو شمېر په کره توګه نه دی څرګند.