Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فنلنډ په رسمي دنده بوخت افغان کډوال وباسي

د فنلنډ هېواد د یوه افغان ځوان د ویستلو پرېکړه کړې ده چې ټوله کورنۍ یې د دې هېواد تابعیت لري.

د دې هېواد د رسنیو د راپور له مخې، مجتبی حسیني په دې هېواد کې پر رسمي دندې بوخت دی.

مجتبی حسیني په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې له سویډن څخه فنلنډ ته ولاړ او هلته یې د خپلې مور نوم په اساس د خپلې کورنۍ غړي وموندل.

د کډوالو ملاتړ غیر دولتي بنسټ رئيس، سنا والتونین چې د حسیني ملاتړ کوي وايي:«تر اوسه پورې هېڅوک نه دي توانیدلي چې پوه شي ولې دی د کورنیو سره د یوځای کېدو پروګرام کې نه دی ځای شوی. دا یوه کیهاني پچه اچونه وه چې هېڅوک یې نه غواړي.»

دغه ځوان په ۲۰۱۵ کال فنلنډ کې پناه غوښتې او که څه هم ډین این ای ټیسټونو یې ښودلې ده چې د جواد حسیني مور د فنلنډ تابعیت لري، مګر د کډوالۍ ادارې د جواد د پناه غوښتنلیک رد کړی دی.

فنلنډي رسنیو راپور ورکړی چې د مجتبی حسیني پلار، مور او ټوله کورنۍ د دغه هېواد تابیعیت لري او دی پخپله هم فنلنډ کې دنده لري، خو اوس به له دغه هېواده وایستل شي

شریک یي کړئ