Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فېروز: د هوا ککړتیا تر دې حده نه ده چې بیړنی حالت دې اعلان شي

کابل کې د هوا ککړتیا له امله، د ولسي جرګې د روغتیا او چاپېریال ساتنې کمېسیون نن د ځينو حکومتي بنسټونو مسوولان چې په دې برخه کې مسوول دي دغه کمېسیون ته رابللي وو.

د عامې روغتیا وزیر په دغې غونډه کې وویل چې د هوا ککړتیا تر دې بریده نه ده چې بیړنی حالت دې اعلان شي، خو هغه زیاته کړه چې اوسنی وضعیت د چاپېریال ساتنې او د هوا ککړتیا له اړخه باید مدیریت شي.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز څرګنده کړه:«له هغو امکاناتو سره چې په واک کې یې لرو، هغه شمېرې چې موږ یې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې وینو؛ واقعاً داسې هم نه ده چې وارخطا دې شو او بیړنی حالت اعلان کړو او خلکو ته ووایوو چې له خپلو کورونو مه بهر کېږئ.»

د روغتیا په برخه کې د ولسمشر سلاکار رضوان احمدزي چې په دغې غونډه کې ګډون درلود، د کابل د هوا ککړتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل:«داسې یو حالت دی چې په لس مټرۍ کې نه موټر لیدل کېږي او نه هم انسان، خلک په دې اړه اندېښنه لري.»

بل پلو د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عزت الله صدیقي وايي کله چې کوم شرکت او یا هم بنسټ د نامعیاري سونګ توکو د کارونې له امله وتړل شي، ځينې نور بنسټونه د هغوی په کار کې مداخله کوي.

هغه همدارنګه وویل چې له همدې امله دا بنسټ د دې وس نه لري چې چې کابل کې د نامعیاري سونګ توکو د سوځېدو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه:«زموږ په کارونو کې مداخله کېږي؛ یو وايي بند یې کړئ، یو یې وايي همکاري وکړئ، یو وايي چې اجازه ورکړئ.»

د دولتي او نادولتي بنسټونو له خوا د نامعیاري سونګ توکو څخه استفاده، د زړو موټرو ګرځېدل، خامه واټونه، د باران او واورې نشتون په پلازمېنه کې د هوا ککړتیا اصلي لاملونه دي.

شریک یي کړئ