Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قانوني:حامد کرزی د بُن له غونډې مخکې د مشر په توګه ګمارل شوی وه

د بن نړیوالې غونډې ۱۷ کاله وروسته د افغانستان په تاریخ کې د یوه نوي باب پرانستل، په هغې غونډه کې د افغانستان د پلاوي مشر خپله چوپتیا ماتوي او ځينې ناویل شوې خبرې له رسنیو سره شریک وي.

محمد یونس قانوني چې د پنجشنبې په ورځ کابل کې «د بُن ناویلو خبرو» تر نامه لاندې غونډه کې

محمد یونس قانوني وویل چې امریکایانو د بُن له غونډې مخکې، حامد کرزی یې د افغانستان د راتلونکي مشر په توګه ګمارلی وه:«په اسلام اباد کې د (سي ای اې) سیمه‎ییز دفتر له (ای اس ای) سره په همغږۍ کې کړنه کوله، د امریکا لپاره د دغه دفتر وړاندیز دا وه چې د طالبانو بدیل لابد بدیل «پښتون چورلیزه» وي – متجده جبهه دې په هېڅ ډول د طالبانو بدیل نه وي.»

د بُن غونډه، د طالبانو له ماتې وروسته، د ۲۰۰۱ زیږږدیز کال د ډسمبر په میاشت کې د المان په بُن ښار کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې جوړه شوه. دا غونډه چې د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه وه، په هغه کې د افغانستان سیاسي څېرو په افغانستان کې د یوه لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو په موخه سره راغونډ شوي وو.

د دغې غونډې ګډونوالو، حامد کرزی یې د افغانستان د لنډمهاله دولت د ولسمشر په توګه وټاکه.

د پخواني ولسمشر مرستیال زیاتوي:«د اروپايي ټولنې هوکړه یې واخیسته. شپږ جمعه دوه هېوادونو هم هوکړه وکړه، د هغو هېوادونو په ګډون چې د مقاومت له جبهې یې ملاتړ کاوه؛ ټولو د طالبانو د بدیل په اړه او د ښاغلي کرزي د راتګ په اړه د ایران، هند، روسیې، پاکستان او اروپايي ټولنې په ګډون ټول هم نظره وو.»

د بُن له غونډې وروسته په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د امریکې په مشرۍ نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغلل او د طالبانو په وړاندې جګړه پیل شوه؛ هغه جګړه چې تراوسه دوام لري.

محمد یونس قانوني ادعا کوي چې پاکستان په لومړیو کې د طالبانو د نظام له نسکورېدو سره مخالف وو خو وروسته يي له امریکا سره د اړیکو منزوي کېدو له کبله يې هوکړه وکړه خو ځينې شرطونه يي هم کېښودل.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«پاکستانیانو وویل کابل ته د متحدې جبهې راتګ کابل ته د هند د راتګ په څېر دي او موږ په هېڅ ډول متحده جبهه نه شو زغملای. دویم کابل ته د متحدې جبهې له راتګ څخه دې پرېکنده مخنیوی وشي. درېیم، د طالبانو د بدیل لپاره د افغانستان په سوېل کې دې یوه نوې جبهه رامنځته شي.»

پخوانۍ وزیره او د بُن غونډې ګډونواله آمنه افضلي وايي:«هغه تمې مو چې لرلې او هغه تضیمن او ژمنې چې شوې وې، تراوسه عملي شوي نه دي.»

دغه راز، ښاغلی قانوني د بُن غونډه د افغانستان لپاره ستره تاریخي لاسته راوړنه بولي او پاکستان تورنوي چې تل يي هڅې کړي چې بُن غونډه له ناکامۍ سره مخ کړي او زیاتوي که د بُن غونډې مدیریت شوې نه وای بریا ته نه رسېده او افغانستان یو ځل بیا له کورنیو جګړو سره به مخ وه.

شریک یي کړئ