Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قریشي: امریکا افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي امریکا په غیرعادلانه ډول یوازې اسلام اباد افغانستان کې د خپلې ناکامۍ لامل ګڼي.

شاه محمود قریشي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي دي امریکامتحده ایالاتونه افغانستان کې په سختو حالاتو کې راګېر ده او اوس د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان ور اچوي.

قریشي دغه راز ویلي، پاکستان په دې باور دی چې یو باثباته افغانستان د اسلام اباد په ګټه دی.

نوموړي یو وار بیا ژمنه کړې چې پاکستان به پر طالبانو خپل ټول نفوذ وکاروي او د سولې خبرو اترو ته به یې کېنوي.

دا په داسې حالکې د چې د روانې اوونۍ په سر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې وویل افغانستان او پاکستان د نړۍ لویو ځواکونو د د تېروتنو او همداراز د دې هېوادونو ترمنځ د اختلافونو له کبله زیان لیدلی دی.

ښاغلی قریشي زیاته کړه افغانستان کې جګړه یوازې د خبرو اترو له لارې پای ته رسېدی شي.

هغه د ملګرو ملتونو په درې اویایمې ناستې کې وویل:«افغانستان سره له پاکستانه د نړۍ والو ځواکمنو لوبغاړو له لاسه چې سټراټیژیکې تېروتنې یې کړې دي او همداراز د دغو هېوادونو د اختلافونو له کبله درانه زیانونونه لیدلي دي. په افغانستان کې د جګړې لپاره هیڅ پوځي حل لاره نشته. پاکستان به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

هغه د سولې اویووالي لپاره  د کابل او واشنګټن د دوه اړخیزوهوکړو د عملي کیدو خبر ورکوي.

ښاغلي قریشي ژمنه کړې ده چې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو چمتو کولو لپاره به خپل ټول فشار پر دې ډلې وکاروي

شریک یي کړئ