Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قریشي د درې اړخیزې غونډې د ګډون په پار کابل ته راغلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن (شنبې د لیندۍ په ۲۴ مه)د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزه غونډې د ګډون په پار کابل ته راغی.

اکسپرس ټرېبیون په یوه رپوټ کې ویلي چې له الوتنې مخکې ښاغلي قرشي رسنیو ته ویلي، چې د درې اړخیزه غونډې د ترسراوي له نوښته هرکلی کوي.

قریشي رسنیو ته ویلي :«دواړه پاکستان او چین په افغانستان کې د سولې، ټیکاو، اوساینې او پرمختیا غوښتونکي دي او موږ افغانستان ته د سولې او دوستۍ پیغام له ځانه سره وړو.»

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران به نن کابل کې سره وویني، ترڅو  د متقابل سیاسي اعتماد او له سولې ملاتړ، د همکاریو پیاوړتیا، امنیتي همکارۍ او له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي.

د بیجینګ له غونډې وروسته په تېر کال کې دا د دغو درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه غونډه ده چې ترسره کېږي.تمه کېږي چې دغه چارواکي راتلوونکی کال په اسلام اباد کې سره وویني. 

اکسپرس ټرېبیون په یوه رپوټ کې ویلي چې له الوتنې مخکې ښاغلي قرشي رسنیو ته ویلي، چې د درې اړخیزې غونډې د ترسراوي له نوښته هرکلی کوي.

شریک یي کړئ