Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو د خبرو څلورمه ورځ

طالبانو ته نېږدې سرچینې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ ځینو هوکړو ته له رسیدو څخه خبري کوي.

دغه سرچینې له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل او د ترهګرو په امن پټنځای د افغانستان نه بدلیدل په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ دهوکړې یوه برخه بولي خو ټینګار کوي چې دغه هوکړه تر اوسه نه ده وروستۍ شوې.

د دوحې ناستې څلورمه ورځ او نوې هیلې، آیا د افغانستان د سولې د خبرو غوټه به پرانیستل شي؟

د غزني پخوانی والي، موسی خان اکبر زاده وايي:«دا چې د امریکایانو ترمنځ خبرې څلورمې ورځې ته د ننه شوې، نو دا هیلې پیدا کوي چې دا ځل به دا هڅې پایله ولري.»    

  ځینې سرچینې وايي په دوحه کې د شوې موافقې له مخې به واشنګټن له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش اعلان کړي او طالبان به ضمانت ورکړي چې کابل به د نورو هیوادونو لپاره ګواښ نه وي.

د سیاسي چارو کارپوه، وحید مژده څرګندوي:«داسې ښکاري چې ښاغلی ټرمپ له خلیلزاد نه هم زیات غواړي چې ستونزه هواره شي، طالبانو د امریکايي ځواکونو د سرتېرو پر وتو ټینګار کړی، خو د هوکړې په تړاو یې رسمي څه نه دي ویل شوي، او ټاکل شوې ده چې نن اعلامیه صادره شي او دا چې پر کومو موضوعاتو له ډلې یې پر اوربند خبرې شوې او اعلامیه کې به وویل شي.‎ دوه مهمې مسلې دا وې چې پرې خبرې شوې یو د سرتېرو وتل او بل دا چې افغانستان داسې هېواد نه وي چې نورو هېوادونو ته ترې خطر پېښ شي.»       

د قطر د ناستې په اړه ځینې خبرې سرچینې وايي د دوحې په ناسته کې د اوربند، د طالب بندیانو د خوشي کولو او له تور نوملړه د دې ډلې د غړو د نومونو د ایستلو په هکله خبرې شوې، خو موافقه شوې چې پر دغو مسلو او د افغانستان د راتلونکي حکومت په ګډون نورو موضوع ګانو په اړه به له حکومت سره په مخامخ خبرو کې وروستی بحث وشي.

ورته مهال د سولې عالي شورا د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ هر ډول هوکړه دسولې په معنا نه بولي.

د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال، اسدالله زائري وايي:«هوکړه باید دو اصلي اړخونو سره باید وشي، خو موږ هیله لرو چې یوه لاره پیدا شي او بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.»

طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهال وېش اعلان له کابل سره د خبرو لپاره شرط اېښی دی. د سرچینو په وینا، طالبان او امریکا به ګډه اعلامیه خپره کړي او په هغې کې به د دوحې د ناستې پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهال وېش اعلان له کابل سره د خبرو لپاره شرط اېښی دی

شریک یي کړئ