Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر کې د پوتزل او ملابرادر لیدنه

 د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي، مارکس پوتزل قطر کې د طالبانو له سیاسي استازي، ملاعبدالغني برادر سره لیدلي دي.

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لورو د افغانستان اوسني حالت او همداراز د روان کړکیچ د سوله ییز حل لارې په دې  برخه کې د آلمان پر ونډې خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخکې دغه آلماني چارواکي د سولې په بهیر د خپل هېواد له ونډې ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې د سولې خبرو اترو شپږ پړاو پایته ورسید.

همداراز د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد (جمعه د غوايي په ۲۷ مه) د شنوونکو له خوا په افغانستان کې د امریکا د لومړیتوبونو په اړه مطرحه شویو پوښتنو په ځواب کې تېره شپه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي د سولې هغه بهیر چې په افغانستان کې په یوه سیاسي هوکړه پای ومومي، لومړیتوب یې دی. 

دا په داسې حال کې دی چې له دې مخکې ځينو افغان شنوونکو ویلي چې امریکا په افغانستان کې د سولې په پرتله ټاکنو ته لومړیتوب ورکړي. 

ښاغلي خلیلزاد ویلي، د سولې لپاره د افغانانو غوښتنه به د اعتبار لرونکو ټاکنو د چمتووالي مخنیوی ونه کړي.

د هغه په وینا، د ټاکنو لپاره باید پلان جوړول دوام پيدا کړي لکه‎څرنګه چې امریکا د هغې سولې لپاره هڅې کوي کوم چې افغانان یې وړ دي.
 
شریک یي کړئ