Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'لاهور کې د افغان سیاستوالو غونډه د ملي ګټو پر خلاف ده'

د مشرانو جرګې ډېری غړو د دغې جرګې په نننۍ غوڼده کې (یکشنبې د چنګاښ په دویمه) پاکستان ته د افغان سیاستوالو پر سفر نیوکې وکړې او په لاهور کې د «د افغان سولې» په غونډه کې د هغوی ګډون د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې بولي.

یو شمېر سناټوران وايي، له دې ډول غونډو یوازې سیاستوال او پاکستاني چارواکي ګټه اخلي.

سناټور بازمحمد زرمتی وايي:«دا غونډه له حکومت (افغانستان) سره جفا ده؛ ځکه چې د سولې کلۍ یا حکومت سره او یا هم له طالبانو سره.»

د مشرانو جرګې بل غړی محمد رحیم حسنیار هم زیاتوي:«هیله لرو چې دوی د ټولنې عیني واقعیتونه درک کړي او هېڅکله نور د پاکستان دوکه ونه خوري.»

د ګلبدین حکمتیار، حنیف اتمر، محمد محقق، عطامحمد نور او کریم خلیلي په ګډون کابو ۵۰ افغان سیاستوال دوه ورځې مخکې د پاکستان لاهور ته د افغان سولې په اړه غونډې کې ګډون وکړ.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر د شنبې په ورځ او د دغې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د نننۍ ورځې د بحث اصلي چورلیز، د اسلام اباد او کابل د اړیکو ښه‎والي او همدارنګه له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه وو.

هغه زیاته کړه چې دغه ناسته د افغان او پاکستاني سیاستوالو د نظر ادلون بدلون لپاره وه، خو د افغان حکومت له ادرسه چا په کې ګډون نه و کړی.

د مشرانو جرګې ريیس د حکومت‌ له‌خوا د دې ډول ناستو پر مدیریت ټینګار کوي او یو شمېر نور سناټوران بیا د سولې خبرو لپاره د یوه هر اړخیزه پلاوي پر جوړېدو غږېږي.

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلم‌‌یار څرګنده کړه:«حکومت باید له خپلو انضباطي طریقو کار واخلي، په هر وخت کې هر چا ته اجازه ورنه کړي چې په هره غونډه کې ګډون وکړي.»

د لاهور په غونډه کې د حکومت هېڅ استازي حضور نه درلود. بلخوا طالبانو هم په هغې کې ګډون نه وو کړی.

خو یو شمېر نور سناتوران بیا وايي، هیله‌من دي چې افغان سیاستوال پاکستان چې له ترهګرو په ملاتړ تورن دی، د افغانستان په مسایلو کې صادقانه همکارۍ ته قانع کړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار په ډاګه کړه:«زه هیله لرم چې دا سفر یا نور سفرونه، وکړای شي پاکستان دې ته قانع کړي څو له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره صادقانه همکاري وکړي.»

هغه سیاستوال چې د لاهور غونډه کې یې ګډون کړی وايي، موخه یې د افغانستان د سولې لپاره د اسلام اباد او طالبانو راضي کول او له دې بهیر سره مرسته ده.

د لاهور ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو څو ورځو ولسمشر اشرف غني هم پاکستان ته ولاړ شي.

د پاکستان لاهور کې د افغان سیاست‌والو غونډه، د مشرانو جرګې له غبرګون سره مخامخ شوې ده.

شریک یي کړئ