Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لاورووف: روسیه افغان جګړې پای ته د بین الافغاني خبرو غوښتونکی دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف په مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ناستې په تړاو چې نن سې‎شنبې د سلواغې ۱۶مه نېټه) پیلیږي، وايي روسیه په فعاله توګه د بین الافغاني خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکې ده.

ټاکل شوې دا ناسته دوه ورځې دوام وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر چې په قرغیزستان کې دی، نوموړی وايي ، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ باید خبرې وشي، خو د امریکا په څېر یو شمېر هېوادونه په دې هڅه کې دي چې دا خبرې په خپل لاس کې ونیسي او د تړل دروازو ترشا په پټه دا خبرې وشي. ښاغلي لاورووف د دې ډول خبرو بېلګه د قطر ناسته بللې ده.

له بلې خوا د مسکو غونډې ګډون کوونکي وايي چې دا ناسته د افغانستان نظام د کمزوري کولو لپاره نه ده او په واقعیت کې د زلمي خلیلزاد د هڅو دوام به وي.

دغه ګډون کوونکي همدارنګه وايي چې په دغې ناسته کې کومه مشخصه اجنډا نشته او تر ډېره به هڅه وشي چې طالبانو ته پوهاوی ورکړل شي چې د سولې خبرو اترو په بهیر کې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې باید خوندي شي.

ټاکل شوې د مسکو په ناسته کې د افغان سیاستوالو په ګډون کابو ۷۰ تنه ګډون وکړي او د افغانستان د سولې په تړاو به خبرې اترې وکړي.

د هېواد مخکنی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال، محمد یونس قانوني، عطامحمد نور، محمد اسماعیل خان، محمد محقق یا یې استازی، سید حامد ګیلاني، عبدالسلام ضعیف، د هېواد د ملي امنیت پخوانی سلاکار، حنیف اتمر او جهادي مشر، صبغت الله مجددي زوی، ذبیح الله مجددي، له هغو کسانو دي چې په مسکو کې به په دې دوه ورځنیو خبرو اترو کې له یو شمېر طالب چارواکو سره یو ځای ګډون وکړي.

د دې ناستې برخوال دا مني چې د روسیې حکومت د دغې ناستې په پلانولو کې اساسي رول لري، خو ټینګار کوي چې د مسکو ناسته د سولې د هڅو یوه برخه ده ترڅو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

په دې ناسته کې درې مېرمنې هم ګډون کوي او دا به لومړی ځل وي چې د هېواد مېرمنې په مستقیمه توګه خپل پيغامونه طالبانو ته ورسوي.

ټاکل شوې د مسکو ناسته دوې ورځې دوام وکړي، طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي په ناسته کې به د عباس ستانکزي په مشرۍ د دې ډلې لس کسیز پلاوی ګډون وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد یې د افغانستان د کشالې لپاره د بین الافغاني حل لارې پلوی دی

شریک یي کړئ