Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لغمان کې د یوې چاودنې په پایله کې ۶ ماشومان وژل شوي

د لغمان ولایت د مقام د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه ولایت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۶ ماشومان وژل شوي دی.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې د نن چهارشنبې د ګهیځ په ۱۰:۳۰ بجو د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په پراوي سیمه کې شپږ ماشومان هغه مهال ووژل شول چې د توغندي له یوې مرمۍ سره یې لوبې کولې.

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې دا مرمۍ د دولت له مخالفو وسله‎والو څخه پاتې شوې وه.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د دغو شپږو تنو له ډلې ۴ تنه یې د یوې کورنۍ غړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یونما) د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپل رپوټ خپور کړي.

دغه رپوټ چې د ۲۰۱۸ کال شپږ لومړنۍ میاشتې په ځان کې رانغاړي د دې ښودونه کوي چې په دې موده کې ۶۹۲ تنه ولسي وکړي وژل شوي او ۳ زره او ۴۳۰ تنه نور ټپيان دي.

په دغه رپوټ کې همدارنګه راغلي چې په دې موده کې د وسله‎والو نښتو په ترڅ کې ۱۵۷ ښځې او ۳۶۳ ماشومان وژل شوي او ۳۸۷ ښځې او ۹۹۲ ماشومان ټپيان شوي دي.

یونما وايي چې د ۲۰۱۸ کال د شپږو لومړنیو میاشتو په لړ کې ۱۷۷ تنه ولسي وګړي د ټاکنیزو تاوتریخوالي له امله وژل شوي او ۲۴۴ تنه نور ټپيان دي.

شریک یي کړئ