ارجیت سینګه هغه سنکه ځوان چې دوه نیمې میاشتې مخکې له تښتولو وروسته وژل شوی و، کورنۍ یې مړۍ نن پيدا کړی، د نوموړي کورنۍ پولیس د هغه په پیدا کولو کې په بې پروایۍ تورنوي.
د ارجیت سینګه د کورنۍ غړي وايي که څه هم پولیسو د وژل شوي کس مړی پیدا کړی و، خو پرته له دې چي یاد کس ته پاملرنه وکړي هغه يي خاورو ته سپارلی وو.
د کورنیو چارو وزارت وايي د ارجیت سینګ د وژني په تور يي یوه ښځه او خاوند نیولي دي.
د ارجیت سینګ مور نارې سورې وهي او وايي چې له دوه نیمو میاشتو وروسته یې د خپل ۲۲ کلن زوي مړی پيدا کړی. د ارجیت سینګ مړی چې دوې میاشتې مخکې د پولیسو لخوا د کابل ښاروالۍ په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی و، د دوشنبې په ورځ د حکومت لخوا یې کورنۍ ته وسپارل شو او کورنۍ د دوی د مذهبي عقایدو له مخې دا مړی وسوځاوه.
د ارجیت سینګه مور په دې اړه وویل:«ښاروالۍ چې پوهېده ولې یې موږ خبر نه کړو، سیکه ښکاري چې کره په لاس لري وېښتان یې ناني لري سم پوهېدل کېږي ولې یې موږ خبر نه کړو.»
د ارجیت سینګه کورنۍ او خپلوان چې د هغه د فاتحې په مراسمو کې یې ګډون کړی وایي که څه هم پولیس د ارجیت سینګه له بې دره کېدو خبر وو خو د هغه مړی یې خاورو ته وسپاره.
د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنریار څرګنده کړه:«مړی چې پیدا وو نه پوهېږم کله چې شکایت هم و خبر یې ور نه کړ بې وارثه مړی یې خښ کړی وو.»
د ارجیت سینګه مور وايي که پولیسو د هغې د زوی په موندلو کې ناغېړي نه وای کړې ښايي چې زوی به یې اوس ژوندی و.
د ارجیت سینګه مور زیاته کړه:«موږ د شپې نهه بجې دیارلسمې حوزې ته ولاړو خو وې ویل څوک نشته سباته وینو... دولت د همدې لپاره دی چې شپه او ورځ د خلکو لپاره کار وکړي، دا ظلم دی د دیارلسمې حوزې پولیسو له موږ سره کار ونه کړ که نه زما زوی په د ډول نه وژل کېده.»
خو پولیس وايي د نوموړي د موندلو لپاره یې هڅې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي څرګندوي:«د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست دوه تنه چې ارجیت سینګه یې له ۱۳ حوزې تښتولی و نیولي دي دا وژونکي یو ښځه او خاوند دي چې یو یې د کابل له ۱۳ حوزې او بل یې هم له بغلانه نیول شوي دي.»
د ارجیت سینګه خپلوان وايي له دې مخکې په کندز او هرات کې هم د دوی د کورنیو غړي تښتول شوي او له حکومته غواړي د دوی په خوندیتوب کې مرسته وکړي.