Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له بنده خوشې کېدونکي بندیان طالبان دي

د هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه شاوخوا ۹۰۰زندانیان چې ولسمشر غني یې د خوشې کولو امر کړی، ډېر شمېر  یې طالبان دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي دغه زندانیان د ولسمشرغني په حکم ترراتلوونکو لسو ورځو پوري خوشي کېږي.

خو یو شمېر پخواني چارواکي د دغو زندانیانو د خلاصون له امله پر اوسني حکومت نېوکي کوي او وايې په دې باره کې د ولسمشر ورکړل شوي حکم دیکتاتوري او د سولې لپاره یوه بله معامله یادوي.

ولسمشر د اختر له لمانځه وروسته خپله وینا کې د بندیانو د هویت په اړه څه ونه ویل خو ټینګار یې وکړ چې د سولې د مشورتي لویې جرګې پریکړو ته د درناوي په موخه يې دغه حکم کړی دی.

له دې مخکې د مشورتي لویې جرګې غړو د حکومت له زندانونو د طالب بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د ولسمشر ویاند وايي ډیری دغه خوشې کېدونکي بندیان طالبان دي.

ولسمشر غني ویلي وو:«کله چې ما په لویه جرګه کې اعلان وکړ چې ۱۷۵ بندیان خوشې کېږي، له تالار غږ پورته شو چې شمېر یې باید ډېر شي.»

خو پوځي کارپوهان وايي حکومت باید له دغه راز لویو پریکړو مخکې او د دې کار مخینې ته په پام سره د هغې ګټې او زیانونه وارزوي.

د پوځي چارو کارپوه، اسدالله ولوالجي څرګندوي:«داسې مرجعه نشته چې د دولت له مشرۍ پوښتنه وکړي دا کسان دې چې خوشې کړي دي، دوی څه کړي دي او چېرته دي، بیا لاړل د جګړې ډګر ته او د دولت پر وړاندې یې جګړه پیل کړه، دا چې وايي بې پوښتنې ښار ، افغانستان دی او هېڅوک مسوولیت نه اخلي.»

خو داسې کسان هم شته چې د ولسمشر دا کار د طالبانو په وړاندې یو ښه نیت بولي او د دغو بندیانو خوشي کولو ته محتاطانه هیله من دي.

د لوګر ولایتي شورا غړی، قریب الله سادات وايي:«هیله ده چې د ولسمشر دا حرکت مثبت وي او مثبه پایله ولري، خدای مکړه چې منفي پایله ونه لري چې بیا د تېر په څېر موږ ته زیان ورسوي.»

له بلې خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا وايي ولسمشر غني ولسمشر د دغو بندیانو د خوشي کولو په هکله د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره مشوره نه ده کړې.

د یادې شورا غړی او د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند، شهاب حکیمي وايي:«یو کس چې خپله غیرقانوني دی، نشي کولی چې پرېکړه وکړي او یوه لویه موضوع چې له وکه یې لوړه ده، خو ټول کارونه په غیرقانوني توګه ترسره کوي او دا هم په غیرقانوني کارونو کې راځي.»

خو قانون په دې برخه کې څه وايي؟

د حقوقي چارو کارپوه، عبدالسبحان مصباح څرګندوي:«که خرابکاري یې کړې وي یعنې ترهګریزې کړنې یې ترسره کړې وي چې د افغانستان خلکو ته زیان رسېدلی وي، نو باید چې محدودیت ورته وضع شي.»

ولسمشر غني(سې‎شنبې د غبرګولي په ۱۴مه نېټه) د اختر له لمانځه وروسته په خپلو خبرو کې وویل، د لویې مشورتي جرګې د غوښتنې له‌مخې چې له زندان یې د یو سلو اووه پنځوس طالبانو د ازادېدو غوښتنه کړې وه، له اته سوه زیات طالب وسله‌وال له زندان ازادوي. د ولسمشر په خبره، د جزا قانون کې د نویو تعدیلاتو له مخې، دی واک لري چې هغه بندیان هم ازاد کړي، کوم چې د بښنې وړ نه دي.

شریک یي کړئ