Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له جمعیت سره د ارګ د خبرو اترو دوام؛ نور وايي پرمختګ شوی

د ارګ او جمعیت اسلامي ترمنځ د شپږمې ورځې له خبرو اترو وروسته، عطامحمد نور په دغو خبرو اترو کې له پرمختګ خبرې کوي.

ښاغلي نور چې نن په مزارشریف کې په یوې غونډې کې خبرې کوې، خو د دغو خبرو اترو د جزییاتو په اړه چې دواړه خواوې کومې هوکړې ته رسېدلي دي، څه ونه ویل.

د ولسمشر له خوا د بلخ لیرې کړل شوی والي عطامحمد نور وايي:«د دې ترڅنګ چې د حکومت او جمعیت اسلامي ترمنځ مذاکرات جرایان لري البته د جمعیت له متحدینو سره هم تفاهم لري، هیله لرو چې خبرې اترې پرمخ ولاړې شي او تفاهم حل شي، که‎چېرې په تفاهم حل نه شي، د مدني حرکتونو لپاره چمتو کېږي.»

په همدې حال کې کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي په راتګ سره عطامحمد نور غوښتنه کوي چې د افغانستان د خلکو واقعیت باید واوري.

نور زیاته کړه:«هغه پلاوی چې له ملګرو ملتونو راغلی، باید زموږ غږ واوري، د هغه ملت غږ واوري چې له ما سره همغږي دي، زموږ ټول غږ دی. تاسې (د ملګروملتونو پلاوی) راشئ له خلکو او له ځواکمنو سیاسي خوځښتونو سره چې له خلکو استازيتوب کوي، پوښتنه وکړئ چې په دغه هېواد کې څه تېرېږي؟ په دې هېواد کې بې وزلي چغې وهي.»

عطا محمد نور د بلخ دوالي په توګه د انجینر دواود ګومارلوسره سخت مخالف دی اویوه میاشت کېږي چې د حکومت د پرېکړې پرضد ولاړدی.

سیمه‎ییزو ارګانونوخپلواکه اداره د بلخ دوالي په توګه د داوود پر معرفي کېدو ټينګار کوي.

د سمیه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منریره یوسف زاده څرکنده وي:«اصول او مقررې موږ ته دا وايي له هغه مهاله چې د نوي والي ګمارل اعلان شوي او تر معرفي کېدو یې، د والي مرستیال، د کارونو د په مخ بیولو وارث دی.»

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د عطامحمد نور استعفا د یوې میاشتې په تېرېدو سره په دې اړه چوپتیا غوره کړې ده او حتا له جمعیت سره د خبرو د پرمختګ په تړاو څه نه وايي.

شریک یي کړئ