Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له سرپرستۍ سره د صالح مخه ښه او د غني دمرستیال په توګه راڅرګندېدل

د کورنیو چارو وزارت سرپرست له ۲۷ سرپرستۍ وروسته نن په رسمي توګه د دغه وزارت له کارکوونکو سره مخه ښه وکړه.

ښاغلي صالح د کورنیو چارو له کارکوونکو سره د مخه ښې پر مهال وویل چې هغه د خپل کار په لنډه موده کې د نورو کارونو ترڅنګ، له ۲۰ تر ۳۰ هغه مالوماتي لارې هم وتړلې چې په بې خبره توګه د دولت محرم مالومات له ټولنې سره شریکېدل.

ټاکل شوې چې امرالله صالح په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال په توګه راڅرګند شي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر امرالله صالح وویل:«موږ لږ تر لږه د ۲۰ تر ۳۰ زره ترمنځ هغه مالوماتي او اطلاعاتي لارې چې په بې خبرۍ توګه له کورنیو چارو وزارت څخه اطلاعات ټولنې ته ورکول او نه پوهېدل هغه مالومات چې وړاندې کوي یې د کورنیو چارو وزارت اسرار او رازونه دي وتړلې.»

ښاغلی صالح وايي، کورنیو چارو وزارت کې یې د جرمي او بډایه کسانو لاس‌وهنه پای ته رسولې.

ښاغلي صالح زیاته کړه:«په کورنیو چارو وزارت کې د سیاست، قدرت، شتمنۍ او جرم کړیو لاسوهنه مو پرېکړه.»

هغه په کورنیو چارو وزارت کې د لومړي ځل لپاره د مجرمینو د نومونو د افشا لپاره د نرم ځواک د تګلارې کارونه خپله لاسته راوړنه بولي. 

 د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم وايي:«په هغې موده کې چې ده (صالح) په کورنیو چارو وزارت کې دنده لرله، د پام وړ کارونه ترسره کړل. چې دا د کورنیو چارو وزارت د هر کارکوونکي په خاطره کې به وي.»

امرالله صالح کورنیو چارو وزارت کې له یوې میاشتې کمه موده دنده مخ ته یوړه او پر دې مهال کې ګڼ حکمونه صادر کړي. اوس به ولیدل شي چې د هغه پاتې پروګرامونه او لارښونې به څوک عملي کړي.

شریک یي کړئ