Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له طالبانو د کوهستان ولسوالۍ د بېرته نیول عملیات دوام لري

له هغې وروسته کله چې، د پنجشنبې پر شپه (د غوايي په ۱۳ مه) د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغله، اوس ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونه د دغې ولسوالۍ د مرکز د بېرته نیولو لپاره په جګړه بوخت دي.

اخوا د بدخشان امنیه قومندان وايي کماندو ځواکونه د کوهستان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره سیمې ته رسېدلي او ډېر ژر به دا ولسوالۍ پاکه او چاڼ شي.

د بدخشان امنیه قومندان عبدالخالق اقسای په دې اړه وویل:«موږ دلته لږ مرګ ژوبله لرو، یوازې دوه او یا هم درې تنه ټپيان لرو او د دښمن مرګ ژوبله له حده زیاته ده او همدارنګه د هغوی سرګروپونه هم وژل شوي. د ځواک له رارسېدو سره موږ کولای شو ډېره سیمه چې د کوهستان او راغستان پورې اړوند ده چاڼ کړو.»

د بدخشان ولایتي شورا وايي امنیتي ځواکونو تېر ماښام له کومې نښتې پرته د کوهستان ولسوالۍ له مرکزه شاتګ وکړ.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی جاوېد مجددي په دې اړه وویل:«موږ په ځلونو ویلي چې د بدخشان سیمه‎ییز حکومت په وس کې څه نشته. د بدخشان له خلکو غواړو لکه څرنګه یې چې تېره ورځ له دې ځایه دفاع وکړه، نن دې هم را پورته شي او له خپل هېواده دفاع وکړي.»

په بدخشان کې مدني فعال سید عمر باهیر هم وايي:«سیمه‎ییز او مرکزي حکومت، د خلکو غوښتنې، غږ او اعتراض ته هېڅ اعتنا نه لري.»

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي د حکومت د ناغېړۍ له امله د کوهستان ولسوالۍ د طالبانو لخوا ونیول شوه.

د بدخشان اوسېدونکی وحید شیون په دې اړه څرګنده کړه:«که‎چېرې وضعیت په همدې ډول مخ ته ولاړ شي، موږ به د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد د پرځېدو شاهد به هم وو.»

دولتي چارواکي په دې نښتو کې د دواړو لورو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي خو زیاتوي چې دا ولسوالۍ د بدخشان ولایت له نا امنو سیمو بلل کېږي. اخوا وردوج او یمګان په بدخشان کې د طالبانو اصلي مرکزونه شمېرل کېږي.

کوهستان ولسوالۍ د بدخشان لومړنی ولسوالۍ ده چې په روان هجري لمریز کال کې د طالبانو له خوا پرځول کېږي.

شریک یي کړئ