Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له عملیاتو وروسته، پر جاغوري د طالبانو تازه برید

دوه ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت ویندویانو وویل، چې د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې يې عملیات کړي او وسله‌وال طالبان يې شاته ټېل وهلي دي. 

تازه طالبانو تېره شپه یو ځل بیا د جاغوري ولسوالي اړوند پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي. 

د محمد سلیم په نوم د جاغوري یو تن اوسېدونکی وايي: «پرون طالبانو په پراخ ډول برید وکړ، چې د ځايي وسله‌والو، پولیسو او اردو له مقاومت سره مخ شول او په شا لاړل.»

طالبانو هم د دې ولسوالۍ په بابا صاحب سیمه کې د جګړې پخلی کړی دی.

تېره ورځ په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازو هم اندېښنه ښکاره کړه، چې طالبان بیا را غبرګېدونکي دي. 

د ولسي جرګي غړی علی اخلاقي وايي: «حکومت حداقل باید په یو څو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو یو کنډک ځای پر ځای کړي.»

په جرګه کې د غزني د خلکو استازی عارف رحماني بیا د ملکي تلفاتو یادونه کوي او وايي په یادو ولسوالیو کې د جګړې په اوږدو کې خلکو ته دروند زیان اوښتی دی. 

هغه وویل: «زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې، ځینې کورنۍ قتل عام شوې دي، یعنې سړی پکې نه دی پاتې.»

د ولسي جرګې دویم مرستیال امیر خان یار وویل: «غوښتنې دا دي چې په دې ځای کې باید په راتلونکې کې کومه فاجعه پېښه نه شي.»

له دې جګړو نه را لېږدېدلې کورنۍ وايي، د طالبانو بیا راغبرګېدنه د دې علت ده، چې دوی بېرته خپلو مېنو ته نه شي تللی. 

د امنې په نوم د جاغوري اوسېدونکې چې کابل ته راغلې وايي: «موږ غریب خلک یو، که لاړ شو بیا بېرته نه شو راتللی، موټر نه لرو.»

فیروزه یوه بله اوسېدونکې ده، هغه وايي: «موږ ته چل راکويو ارزګان کې يې ویل چې له ماشومانو سره کار نه لرو، له دولت سره کار لرو، سپین ږېرو ته يې ویل راشئ سوله وکړي، چې سوله يې کوله، برید يې پرې وکړ.»

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي، دا د یوې سیمې لپاره بد وضعیت دی چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سره لاس په لاس کېږي. 

د غزنی والي بیا داسې وايي: «د ملي امنیت د غبرګون یوه قطعه په جاغوري کې جوړه شوې، همدارنګه دواړو ولسوالیو کې د سیمه‌ییزې اردو یو کنډک هم منظور شوی چې عملاً يې د جبل او جذب کار روان دی.»

طالبانو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د جاغوري په مربوطاتو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې څو ورځې وروسته يې مالستان ولسوالۍ هم تر بریدونو لاندې ونیوه او د ځايي اوسېدونکو په قول د ولسوالۍ تر زاړه بازاره را ورسېدل.

تېره ورځ د دفاع وزارت چارواکو وویل، چې د «سیمه‌ییزې اردو» په نوم به یادو ولسوالیو کې دوه ټولي ځای پر ځای کړي. 

د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید زیاته کړه: «دې ولسوالیو کې دوه سیمه‌ییزې ټولۍ ځای پر ځای کېږي، چې د ۲۰۳ تندر قول اردو تر چتر لاندې به کار وکړي.»

د کورنیو چارو وزارت هم زیاته کړه، چې یادو ولسوالیو کې يې ټولې ستونزې څېړلې دي، د یاد وزارت ویاند نجیب دانش وویل: «ټولې ستونزې چې په دې دوو ولسوالیو کې وې، څېړل شوې دي، د خلکو ملاتړ، د دولتي ځواکونه پیاوړتیا او استحکامات.»
 
شریک یي کړئ