Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې کمېټې درېیمه ارزونه

له فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې، د یکشبنې په ورځ په عدلي او قضايي بنسټونو کې د فساد شتون او همدارنګه په یوه وروستي کال کې له دغې ښکارندې سره د مبارزې لپاره خپله درېیمه ارزونه خپره کړه.

د دغه بنسټ چارواکي وايي چې تېر کال یې عدلي او قضايي بنسټونو ته۵۱ اصلاحي سپارښتنې سپارلې وې او اوس د دغو سپارښتنو یو ډېر شمېر عملي شوي دي.

له فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې رییس باري سلام وايي:«د ۵۱ سپارښتنو له ډلې تر ننه ۲۵ سپارښتنې په بشپړه توګه تطبیق شوي او ۲۱نورې سپارښتنې یا د تطبیق کېدو په حال کې دي او یا هم قسماً تطبیق شوي دي.»

دغه اصلاحي سپارښتنې په عدلي او قضايي ادارو کې؛ د جوړښتونو، پلان جوړونې، بودیجې برابرولو، څارنې، د شکایتونو د څېړلو د پېښې د مدیریت او څېړلو په برخو کې دي.

له فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې د ګډې خپلواکې کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني څرګنده کړه:«بنسټونو ته لږ وخت ورکوو او وروسته خپلې ټولې سپارښتنې تعقیبوو.»

خو د روڼیتا د څار سازمان د موندنو له مخې چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې خپرې شوې وې؛ عدلي او قضايي ادارې په افغانستان کې له تر ټولو فسادو ادارو دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«ملي او نړیوال خپلواک بنسټونو اجرات، لکه د «میک» چې نن خپره شوه، د روڼتیا او اصلاحاتو د راوستو ښودنه کوي، له فساد سره پرېکنده مبارزه او خلکو ته د خدمت کوونکي بنسټ په توګه د دغه بنسټ بدول.»

د افغانستان په دولتي ادارو کې له فساد سره مبارزه د ملي یووالې حکومت یوه ژمنه وه ؛ خو داسې برېښي چې د پنځو کلونو په تېرېدو سره د فساد پر وړاندې جدي مبارزه نه ده شوې.

له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې په دې وروستیو کې له فساد سره د مبارزې لپاره یو پنځوس نورې اصلاحي سپارښتنې هم  عدلي او قضايي ادارو ته سپارلې دي.

شریک یي کړئ