Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له قانوني لارې د سیاسي شخړو پر حل د المان ټينګار

المان د ولسمشرۍ ماڼۍ او د عطا محمد نور ترمنځ د اوسنیو سیاسي شخړو په غبرګون کې وايي چې په دې درشل کې باید قانون پیلی شي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیګمار ګابریل کابل ته په خپل سفر کې وايي چې افغان حکومت په دې اړه باید د قانون پر بنسټ پرېکړه وکړي او برلین به له دغې پرېکړې هرکلی وکړي.

ښاغلي ګابریل وویل چې هېواد یې هڅه کوي ترڅو پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو د ملاتړ پای ته رسولو ته وهڅوي.

هغه په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره له لیدنې وروسته څرګنده کړه چې ولسمشرۍ ماڼۍ او عطا محمد نور ترمنځ د وروستیو سیاسي شخړو په اړه وویل چې د حکومت له خوا دې قانون پلی شي.

ګابریل وویل:«موږ غواړو چې په دې اړه، هغه څه چې په قانون کې دي پلي شي او المان په دې درشل کې له افغان حکومت سره مرسته کوي.»

ښاغلی ګابریل وايي المان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته کوي او همدارنګه د سولې د بهیر د په مخ بیولو لپاره لېوالتیا لري او د امریکې د ملي امنیت له نوې تګلارې هم ملاتړ کوي.

زیګمار ګابریل څرګنده کړه:«زموږ ډیپلوماټان اوس له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کوي او په نېږدې راتلونکي کې دغو خبرو اترو ته به دوام ورکړو ترڅو دغه هېواد د هغو ډلو د ملاتړه د لاس په سر کولو ته وهڅو چې په افغانستان کې کړکېچ زېږوي.»

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې دغه اتیلاف او نور شامل هېوادونه په افغانستان کې خپل ځواکونه د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ۱۶ زره تنو تر بریده به زیات شي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:«موږ په افغانستان کې له جنګي عملیاتو څخه د افغانستان د سیمه‎ییزو ځواکونو د روزنې او مشورې ورکونې ماموریت ته مخه کړه؛ خو اوس موږ خپل روزنیز ځواکونه د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۱۶ زره سرتېرو ته به زیات کړو.»

د المان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې چې د افغان ځواکونو په ملاتړ تینګار کوي د دغه وزارت د دفاع وزارت سرپرست هم تېره ورځ مزارشریف ته په خپل سفر کې ویلي وو چې الماني ځواکونه به په افغانستان کې زیات شي.

شریک یي کړئ