د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (جمعه د تلې په ۲۰ مه) د قطر د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه وکړه.
د قطر رسنیو رپوټ ورکړی چې دواړو لورو په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په څرنګوالي سره خبرې اترې وکړې.
قطر ته د زلمي خلیلزاد سفر افغانستان، پاکستان، عربستان او ځينو نورو هېوادونو ته د لس ورځني سفر په چوکاټ کې کېږي. ښاغلی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکې د ځانګړي استازي په توګه تر ګمارل کېدو وروسته، دغو هېوادونه ته یې سفرونه پیل کړي.
هغه د یکشنبې په ورځ کابل ته راغی او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره یې ولیدل. هغه له حکومته او طالبانو وغوښتل چې د سولې د خبرو اترو لپاره خپل استازي وټاکي.
ښاغلی خلیلزاد له کابله پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره یې ولیدل او په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په اړه یې سره خبرې اترې وکړې.