Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له قومندان سره تر لفظي شخړې وروسته د یوه افسر وژنه

د پولیسو یوه افسر په تخار ولایت کې، له خپل قومندان سره تر لفظي شخړې وروسته ووژل شو.

د تخار پولیس وايي اسدالله بیګ چې د تخار مرکز تالقانو ښار د ریزرف افسر و، او تېره ماښام (شنبې د چنګاښ په لومړۍ) له خپل قومندان جنرال محبوب سره تر یوې لفظي شخړې وروسته ووژل شو.

د پولیسو په وینا، د پولیسو دغه افسر د جنرال محبوب په حکم او د دغه جنرال د ساتونکو لخوا په ډزو سره ووژل شو.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر په دې اړه وویل:«تېره ورځ ماښام، اسد نومی، د ریزرف قطعې ساتنمن چې په دې وروستیو کې له اشکامش ولسوالۍ څخه له دندې راستون شوی و؛ د قطعې د قومندان په لارښونې چې ګواکې یوې بلې دندې ته ولاړ شي او دغه کس وايي چې ستومانه دی او باید کور ته ولاړ شي... د ریزرف قطعې له قومندان سره لفظي شخړه کوي او وروسته د قطعې د قومندان د ساتونکو له خوا پر هغه ډزې کېږي.»

د اسدالله بېګ خپلوان، عدالت غواړي او د هغه د وژنکو محاکمه کېدل غواړي.

د اسدالله بېګ وراره برهان‎الدین وايي:«زموږ لپاره ډېره دردونکې ده؛ موږ د دغه کس مېرمنې او اولادونو ته څه ووایوو؟ شل ورځې په دنده کې و، او کله چې له موږ سره یې په ټلېفون کې خبرې کولې، د راکټ او ټوپک غږونه مو اورېدل او له هغې وروسته کله چې راته څو خپل کور ته ولاړ شي، له شا پر هغه ډزې کوي.»

د اسدالله بېګ له خپلوانو مقیم شاه هم څرګنده کړه:«کله چې اجازه غواړي چې کور ته راشي، اجازه نه ورکوي او دننه په قطعه کې پرې ډزې کوي او جنازه یې هم نه پورته کوي؛ مړی یې هم د کلي خلکو راوړ.»

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې جنرال محبوب له څلورو ساتونکو سره یې نیول شوی دی.

له دې سره هم‎مهاله، په یوې بله پېښه کې، د کندوز د امنیه قومندانۍ د قرارګاه ټولي قومندان عبدالوهاب عظیمي تر یوې لفظي شخړې وروسته د یوه ساتونکي له خوا یې وژل کېږي. پولیسو ویلي چې بریدګر تښتېدلی دی.

د پولیسو په وینا، د پولیسو افسر اسدالله بېګ د جنرال محبوب په حکم او د دغه جنرال د ساتونکو لخوا په ډزو سره ووژل شو.

شریک یي کړئ