Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له مسکوغونډې وروسته د مذاکراتو اړوند د سولې شورا خوښي

مسکوغونډه کې د سولې عالي شورا ګډونوال پلاوی وايي، د سولې اړوند يې هیلې ډېرې شوې دي. 

دا غونډه چې تېره جمعه (د لړم اتلسمه) مسکو کې وشوه، د طالبانو د استازو تر څنګ، د سیمې د لسو هېوادونو، امریکا او سولې شورا پلایو هم برخه‌وال و.

د دې پلاوي مشر عزیزالله دین محمد د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هڅو ته هم په ښه سترګه ګوري او زیاتوي، د ټولو سوله‌ییزو هڅو ملاتړ کوي. 

هغه وویل: «هغه ته شپږ میاشتې وخت ورکړل شوی دی، دې شپږ میاشتې کې باید خپلې ادارې او نظام ته پایله وښيي، موږ د سولې تږي یو، د سولې لپاره د هرې هڅې ملاتړي یو.»

د دې شورا مرستیال عطاءالله سلیم هم د مسکوغونډې په تړاو خوشبین دی، هغه وايي طالبانو دومره لوی موارد نه دي کړي، بلکې ډېر تمرکز يې پر دې و، چې بهرنیان ووځي بیا له افغان اړخ سره هم خبرو ته حاضر دي. 

سلیم زیاته کړه: «هغه موارد چې طالبانو د خبرو اترو د پیل لپاره یاد کړي، زه فکر کوم لکه د تېر په څېر داسې لوی موارد نه دي، هغه دا و، چې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو سره هوکړې ته ورسېږي، موږ خبرو اترو ته تیار یو.»

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ویلادیميرپوتين ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي متحده ایالتونو دلته ناکام شوي او په وینا يې د دوی ګټې له کابل سره شریکي دي، ځکه خو بې تفاوته نه شي پاتې کېدلی. 

کابلوف وویل: «د امریکا متحده ایالتونه ډېر لري دي، افغانستان روسيې ته نږدې دی، د روسيې او ملګرو هېوادونو ملي ګټې او امنیت له افغانستان سره تړلی، ځکه خو د افغانستان په اړه بې تفاوته نه شو پاتې کېدلی.»

هم‌مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته رسېدلی او تر رسېدو څو ساعته وړاندې اسلام اباد دوه پخواني طالب چارواکي له زندانه خوشي کړي. 

اسلام اباد د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان بانک رییس ملا صمد ثاني او یو بل طالب چارواکی صلاح الدین خوشي کړي دي. 

د سولې شورا مرستیال عبدالخبیر اچقون وايي د دوی خوشي کېدل به د سولې پر بهیر بې اغېزې نه وي. 

اچقون وویل: «د دوی خوشي کېدل په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي.»

زلمي خلیلزاد د خپلو هڅو په لړ کې د سیمې هېوادونو ته دویم سفر پیل کړی دی، هغه تر دې وړاندې هم کابل، اسلام اباد، متحده عربي اماراتو او قطر ته سفر وکړ، چې له طالب استازو سره يې هم مخامخ خبرې کړې دي. 
 
شریک یي کړئ