Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ولسمشر او اجراییه رییس سره د الیس ویلز لیدنه

د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا متحدو ایالتو د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې، الیس ویلز د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره په لیدنه کې د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې نن (دوشنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) راغلي دي:« په دې کتنه کې دواړو لوریو د ښې حکومتولۍ او خودکفایي ته د رسېدو په موخه د امریکا ملکي مرستو ته د بیا کتنې په اړه چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني په یوه لیک کې جمهوررئیس ټرامپ ته وړاندیز کړی و.» خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې مېرمن ویلز د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو، د سولې مشورتي لویې جرګې  پایلو او پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ  ټاکنو د ترسره کېدو د ارزښت خبرې کړې دي.

ولسمشر غني تېر کال ژمي کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ته په استول شوي لیک کې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لګښتونو د دوه میلیارډو د کمښت طرحه وړاندې کړې وه او له مخې یې افغانستان کې د یادو ځواکونو د شمېر ۳۰۰۰کمولو طرحه هم وړاندې شوې وه.

اوس مهال افغانستان کې کابو ۱۴ زره امريکايي پوځیان ځاي پر ځای دي.

په همدې حال اجراییه ریاست هم د خبر پاڼې په خپرولو سره له عبدالله عبدالله سره د الیس ویلز له لیدلنې خبر ورکړی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو لورو د هېواد پر سیاسي او امنیتي حالت، همداراز خلکو ته د سولي او رڼو ټاکنو په ترسره کېدو د حکومت پر ژمنو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې مېرمن ویلز ویلي دي چې امریکا په تر هڅه کې ده تر څو افغانستان کې د ټول شموله خبرو له لارې دایمي او عادلانه سوله رامنځته شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د سراسري او بااعتباره ټاکنو سره د مرسنې ژمنه کړې ده.

ولسمشر غني او مېرمن ویلز د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګونو، د سولې مشورتي لویې جرګې د پایلو او پر ټاکلي وخت ولسمشرۍ  ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خبرې کړې دي

شریک یي کړئ