Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستان د خبرو اترو بیا پیل؛ رباني له خواجه اصف سره ویني

ټاکل شوې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر راتلونکو دوو اونیو پورې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې سره وګوري.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې، د پاکستان د بهرنیو چارو خواجه اصف ، له صلاح الدین رباني سره په ټلېفوني اړیکه کې د سولې د ټینګښت ډاډ ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمد په دې اړه وویل:«د دغې ټلېفوني لومړۍ موضوع تعارف وه؛ ځکه چې د پاکستان د بهرنیو چارو نوی دی او په ورته وخت کې، وټاکل شوه چې دواه وزیران د نیویارک ته په سفر کې سره وویني.»

له دې سره، د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وایي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان قربانۍ باید له پامه و نه غورځول شي.

هغه زیاته کړه:« موږ له خپل ظرفیته اخوا هڅه کړې چې له افغانستانه ملاتړ وکړو خو نه‎شو کولای د افغانستان له جګړې سره په پاکستان کې مبارزه وکړو، موږ په پوره اخلاص د افغانستان د سولې د خبرو لپاره هڅې کړې، خو افغانستان یو خپلواک هېواد دی او په دې اړه په خپله پرېکړه کولای شي.»

ښاغلي باجوه په ډاګه کړه:« له ټولو هڅو او د دوو لسیزو قربانیو سره سره موږ د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د پوره هڅو په نه ترسره کولو تورنېږو، ښاغلو او آغلو که پاکستان په دې برخه کې کافي هڅې نه دي کړې نو بل هېڅ هېواد له ترهګرۍ سره په جګړه کې پوره هڅې نه دي کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت وایي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په  افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د زمینې د برابرولو په موخه د اسلام اباد د مرستې ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي احمد څرګنده کړه:«پاکستانیانو ویلي دي چې چمتو دي د افغانستان د سولې لپاره مرسته وکړي او هیله لرو چې دا ځل مسله عملي وي او پاکستان له دې پر ځای چې ډېرې خبرې وکړي عمل وکړي.»

خو د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره د نوموړي هېواد د دوه ګوني سیاست په دوام پورې اړوند بلل کېږي.

د سیاسي چارو شوونکی اجمل بلوچ زاده په ډاګه کړه:«پاکستان به په افغانستان کې هېڅ کله  د سولې او امنیت په ټینګښت کې صادق نه وي. خو په ورته وخت کې هڅه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو ذهن له یوه خوا بوخت کړي او له بلخوا دوکه وکړي او په ورته وخت سیمه‎ییز ایتلاف رامنځته شي او پلان جوړونه وکړي چې د امریکا پر ضد ذهنیت رامنځته شي.»

له دې مخکې ولسمشر غني ویلي کابل له اسلام  اباد سره د هراړخیزو خبرو غوښتونکی دی او همداراز له پاکستان سره سوله د افغانستان په ملي آجنډا کې ده.

در اوج تنش‎ها میان کابل و اسلام آباد، وزیر خارجۀ پاکستان روز چهارشنبه، در بارۀ تأمین صلح در افغانستان و نیز دیدار در حاشیه نشست سازمان ملل متحد، با همتای افغانش گفت وگو کرده است.

شریک یي کړئ