Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له پرله‎پسې بریدونو وروسته کابل کې چوپه چوپتیا

د کابل ښار په دوو مهمو برخو کې د پولیسو په ۱۰ مې او ۱۳مې حوزو له پرله‎پسې بریدونو وروسته یو شمېر سړکونه د ټرافیکو پرمخ تړل شول.

د کابل په کوڅو او واټونو کې پخوانۍ ګڼه ګوڼه نشته ځکه بیا هم د چاودنو او امنیتي ستونزو د وېرې له امله تش تور دي.

دا ځل د کابل په دوو برخو نوي ښار او دشت برچي کې په یوه وخت ځانمرګي بریدونه وشول.

د کابل اوسېدونکي خبیر الله وویل:«ټول ترهېدلي تېرېدل، په خپله له کوره ونه وتم. په دې شپو او ورځو کې تګ راتګ ډېر ستونزمن دی.»

چمن علي چې د نوي ښار په یوه برخه کې د خوړو کوچنۍ غرفه لري او زوی یې هم ورسره کار کوي، نن یې هېڅ نه دي پلورلي. یوه چاودنه د هغه غرفې ته نږدې شوې ده.

هغه په دې اړه وايي:«دلته چې راځو له دې پرته چې پر خدای توکل وکړو، نور هېڅ هم نه‎لرو. کله چې ښار او بازار ته ګورې، خلک ډېر پرېښانه دي او د کابل ټول ښار پرېښانه دی.»

لږ هغې خوا ته یوه چلوونکي خپل ټکسي موټر د ایمرجنسي روغتون په مخکې درولی دی. هغه نن په ښار کې د ګرځېدو پر ځای روغتون ته د ټپيانو د لېږدولو کتوونکی دی.

د ټکسي موټر چلوونکی عبیدالله څرګندوي:«یوه اوونۍ کېږي چې خلک په نوي ښار کې وېره لري، خو څه وکړو چې ټول بې وزله یوو باید کار وکړو؛ خو ټول له وېرې او ډار سره ګرځي.»

یو بل کس چې په دې ځای کې هټۍ لري په غوسه دی او په تېرو ټاکنو کې په رایې ورکولو پښېمانه دی.

قربان نومي هټیوال زیاتوي:«عبدالله هم په خپل کور کې ناست دی او غني هم. خپل څلور خواوې یې هم بندې کړي دي. دا زموږ ځوانان دي چې وژل کېږي. وايي چې خلک باید له موږ سره همکاري وکړي؛ خپل اولاد مو د مرمۍ خولې ته ورکړي، زما اولاد عسکر دی، نور څه وکړو، خلک څه وکړي؟»

په کابل کې د مرګونو پېښو دوام د خلکو عادي ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی او خلک پر حکومت په تېره بیا امنیتي ادارو سختې نیوکې کوي.

شریک یي کړئ