Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوګر کې د والي او د امنیت رییس پر موټریزکاروان برید

د لوګر د والي او د دې ولایت د امنیت د رییس پر موټریز کاروان برید کې اتو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی چې په کې د والي ساتونکي او پولیس شامل دي.

امنیتي چارواکي نن(یک‎شنبې د مرغومې په ۳۰مه نېټه) وايي په برید کې والي او د امنیت رییس ته زیان نه دی رسېدلی.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، شاه پور احمدزی برید تاییدوي او وايي له غرمې مخکې کابو لس نیمې بجې د والي او د امنیت رییس پر موتریز کاروان چې د له کابل نه د راتګ په حال کې وو برید شوی دی.

امنیتي چارواکي وايي دا برید د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ په «سنګ سفید» سیمه کې شوی.

دی وايي چې بریدګر په موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي د والي د موټریز کاروان سره نېږدې چوولی دی.

په پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان دي چې د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د برید مسوولیت طالبانو منلی.

د لوګر ولایت امنیتي چارواکي څرګندوي چې په دې ځانمرګي برید کې اتو تنو ژوند له لاسه ورکړی چې په کې د والي ساتونکي او پولیس شامل دي

شریک یي کړئ