Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لویه څارنوالۍ د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال په اړه د احمد ایشچي د ادعاګانو د څېړنې په منظور پلاوی ګمارلی دی. لویه څارنوالي وايي چې دغه پلاوي خپل کار پیل کړی او د دغو څېړنو پایلې به ډېر ژر اعلان شي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي:«څارنوالۍ یو پلاوی ګمارلی ترڅو د دغې پېښې څرنګوالی د اسنادو،شواهدو او د هغو دلایلو پر بنسټ چې تر لاسه کېږي تر څېړنې لاندې نیول کېږي.په دغې موضوع له هر اړخېزې څېړنې څخه وروسته،موږ به خپله قانوني پرېکړه وکړو.»

په همدې حال کې یو سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې احمد ایشچي د بګرام په هوايي ډګر کې د بهرنیو ځواکونو په روغتون او همدارنګه د وزیر اکبر خان په روغتون کې ازموینه شوې ده.

له بلخوا د حق او عدالت ګوند په خبري ناسته کې له حکومته غواړي د جنرال دوستم په اړه د جنبش ګوند د پخواني مرستیال احمدایشچي ادعاګانې په جدي او رڼه توګه وڅېړي.

د حق او عدالت ګوند رییس معین‎خان څمکني وویل:«ملي یووالی حکومت دې موضوع په جدي توګه تعقیب کړي.موږ د قانون پر بنسټ د هېوادوالو د ځان،انساني کرامت او د وګړني خوندیتوب غوښتونکي یوو.حکومت د بشري حقونو په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو مکلف.»

یو شمېر قانون پوهان هم د ولسمشر د لومړي مرستیال په اړه د احمدایشچي د ادعاګانو پر څېړلو ټینګار کوي.

د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال عین‎الدین بهادري وویل:«هغه کسان چې وکولای شي د ولسمشر واکونه مخته یوسي،نو پر دې بنسټ د هغوی محکمې هم د ولسمشر په څېر دي.مجلس دغه مسئله مطرح کوي؛رای ګیري کېږي او لویه جرګه جوړېږي د لویې جرګې او قضايي قوې له ترکیب څخه ترکیبې محکمه رامنځته؛لویه څارنوالۍ او د مجلس غړي مسئله ځانګړې محکمې ته سپاري.»

احمدایشچي ادعا کوي چې د لیندۍ په پنځمه نېټه په شبرغان کې د وزلوبې په ډګر کې د جنرال دوستم لخوا لومړی وهل ټکول شوی او وروسته د ښاغلي دوستم په کور کې بندي او له جنسي ځورونې سره مخامخ شو.

 ولسي جرګه دا پېښه د افغانان د حیثیت په زیان بولي او د دغې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ