Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مارشال فهیم د پولیسو اکاډمي کې د چورلکې نسکورېدل

د ملي دفاع وزارت د مارشال فهیم په پوځي اکاډمۍ کې د یوې چورلکې نسکورېدل تائیدوي.

یاد وزارت وايي چې د یوه بهرني هوکړه کوونکي شرکت سپینه چورلکه تېره ورځ(یک‎شنبې د کب۱۳مه) د فني ستونزو له امله غورځيدلې ده.

دا الوتکه په اکاډمۍ کې د ننه لوېدلې ده.

د چورلکې نسکورېدو په پایله کې د دې شرکت پنځه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي چې د ټپیانو حالت ښه دی.

په همدې حال کې د ناټو یو ویاند وايي چې د پېښې ټپیان ټول ناټو غړو هېوادونو وګړي دي، خو په دې اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

کابل کې پوځي اکاډمۍ کې د یوې قراردادي چورلکې د لوېدو له کبله پنڅه تنه بهرني وګړي ټپیان شوي دي، د پیښې لامل تخنیکي ستونزې ښودل شوې دي

شریک یي کړئ