Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مایک پنس: ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتو څېړنه کوي

له افغانستانه په احتمالي ټوګه د ۷ زره امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته، د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس وايي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دغه غوراویز څېړنه کوي.
 
هغه په دې اړه وویل:«ولسمشر ټرمپ دا ټاکنه (له افغانستانه د ځواکونو وتل) تر څېړنې لاندې لري.»
 
هغه زیاته کړه:«زه تېر کال په افغانستان کې وم. ولسمشر ټرمپ د اګسټ میاشت کې په خپله وینا کې، د نوې تګلارې پر بنسټ، نوې منبعې او ډېر پوځيانو په افغانستان کې زموږ ځواکونو ته د جګړې د مدیریت توان ورکړ ترڅو هغوی د طالبانو، داعش او القاعده په وړاندې جګړه کې له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.»
 
امریکا دم‎ګړۍ په افغانستان کې کابو ۱۴ زره سرتېري لري. هغه رپوټونه چې خپاره شوي، څرګندوي، شونې ده چې د دغو سرتېرو له ډلې ۷ زره له افغانستانه واېستل شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، ډونلډ ټرمپ د کابینې په یوې ناسته کې، وویل چې روسیه، پاکستان او هند په افغانستان کې وجنګېږي نه امریکا.

شریک یي کړئ