Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مایک پومپیو: ایران افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو (دوشنبې د غويي۳۱مه) پر ایران له  طالبانو د ملاتړ او هغوی ته د وسلو د لېږد په تړاو سختې نیوکې وکړې.

پومپیو له اټومي هوکړې د امریکا تر وتو وروسته د ایران په اړه د واشنګټن د تګلارې د اعلان پر مهال ویلي، ایران د طالبانو ملاتړ کوي څو په افغانستان کې تاوتریخوالي ته لمن ووهي او هڅه کوي چې د افغانستان خلک سولې او سوکالۍ ته ونه رسېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې تر څو ایران په نړۍ او سیمه کې له ترهګرو ډلو په تېره د طالبانو او القاعدې د مشرانو له پالنې او ملاتړه لاس وانخلي، واشنګټن به تهران سره خبرو ته حاضر نه شي.

نوموړی وړاندې وايي:«افغانستان کې د وسلو ورکړې او مالي سمبالښت له پلوه د طالبانو ملاتړ د جګړو پراختیا لامل کېږي او د افغانستان خلکو د سولې او ټيکاو مخ نیسي.»

پومپیو ویلي دي چې امریکا به بې ساری مالي فشار پر ایران وارد کړي او که دا هېواد خپله لار بدله نکړي نو په تاریخ کې به له سختونو بندیزونو سره مخامخ شي.

دی وايي چې ایران د هستوي هوکړې پر مهال په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندوي:«لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ ویلي دي، که ایران خپل هستوي پروګرام بیا پیل کړي، له جدي ستونزو سره به مخامخ شي چې مخکې یې نه وې لیدلي.»

ښاغلي پومپیو همداراز د هغو شرکتونو په اړه چې له ایران سره راکړه ورکړه لري د اندېښنو په اړه ویلي دي:«موږ پوهېږو چې پر ایران د بندیزونو سره به زموږ یو شمېر دوستان هم اقتصادي ستونزې ولري، دا کار به امریکا هم له یو شمېر اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي.»

د ده د خبرو پر غبرګون کې د ایران ولسمشر، حسن روحاني ویلي دي:«نړۍ دا نه مني چې امریکا یې په اړه پرېکړې وکړي، هېوادونه خپله خپلواکي لري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي تر څو ایران په نړۍ او سیمه کې له ترهګرو ډلو په تېره د طالبانو او القاعدې د مشرانو له پالنې او ملاتړه لاس وانخلي، واشنګټن به تهران سره خبرو ته حاضر نه شي

شریک یي کړئ